ننګرهار: د جلال اباد ښار په نارنج سیمه کې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۰) زرغون خوږیاڼی
نن سهار وختي د جلال اباد ښار د نارنج باغ سیمې اړوند د شیخ احمد شاه مدرسې مخې ته چاودنه شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چې نن سهار ۶ بجې د نارنج باغ سیمه کې د شیخ احمد شاه مدرسې مخې ته ماین چاودنه شوې، دده په وینا په چاودنه کې چاته زیان نه دی رسیدلی.
تر اوسه د چاودنې د هدف په اړه معلومات نشته.
د یادې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د جلال اباد ښار په انګور باغ سیمه کې په امریکايي قطار هم ماین چاودنه شوې وه، چې د طالبانو په وینا په چاودنه کې ۴ امریکايي پوځیان وژل شوي وو؛ خو په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وویل چې په چاودنه کې ۲ امریکايي پوځيان ټپیان شوي دي.



