له کندزیانو څخه د ملي امنیت د رئیس بخښنه

 تبصره

د کابل پر موجوده اداره اکثر لیکوال، شناند او د بیلابیلو اندونو خاوندان نیوکې کوي، چې لوړ پوستونه نا اهله خلکو ته سپارل شوي دي، تر څه حده به ورسره موافقه ولرو خو په ټوله کې نا اهله نه دي په ځینو برخو کې اهل کسان هم په موجوده اداره کې کارکوي، البته نا اهله اوس ټول یوې خواته ورټول شوي دي، چې هغوې د خپلې نا اهلۍ له امله نړېوال ځان پورې وخندول.

دا دوېمه اوونۍ ده چې په هلمند، ارزګان، فراه او کندز ولایتونو کې جګړو زور موندلی دی او د کندز – هلمند په اړه خو د سقوط راپورونه هم ورکول کیږي چې له همدې امله د مشرانو جرګې د کورني امنیت او د فاعي چارو کمېسیون د امنیتي سکتور لوړپوړي غړي خپلې غونډې ته وروبلل.

د مشرانو جرګې په غونډه کې د هیواد د امنیت په اړه د ملي امنیت له رئیس څخه په هیواد کې د روانو نا امنیو او د جګړو د زیاتوالي په اړه پوښتنې وشوې، چې د ځوابونو په جریان کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي د جګړې په دوام کې د خپلو امنیتي مسئولینو د مسئولیت د سرته نه رسولو  له کبله د کندز له اوسېدونکو بخښنه وغوښته.

د تیرې دوشنبې په ورځ د افغانستان ملي امنیت عمومي رئیس د یادو ولایتونو د امنیت په برخه کې د سناتورانو تر پوښتنو وروسته وویل:

((په ښکاره خو په کندز او نورو یادو ولایاتو کې د امنیتي پوځونو او د دولت د مخالفو وسله والو ترمنځ جګړه روانه خو په حقیقت کې دا جګړه بهرنی اړخ لري او له بهره تغذیه کیږي)).

په افغانستان کې د روانې جګړې په نه ګټلو او د طالب وسله والو په مقابل کې د ناتوانۍ اعتراف چې معصوم ستانکزي وکړ، په دې ځای کې د اهل ځواب دی چې په خپلو کړنو اعتراف کوي وایي:

((حکومت په خپل وخت د کندزیانو ستونزو ته رسېدګي نه ده کړې او باید له خلکو بخښنه وغوښتل شي))، څومره ښه او معقول اعتراف او د سناتورانو په وړاندې معقول ځواب. ستانکزی پدې پوهیده چې بل ځواب ورسره نه شته او نه په کندز کې دفاعي ځواکونو دومره میړانه کړې ده چې سناتورانو ته قانع کوونکی ځواب ووایي.

ستانکزي په خپل اعترا ف کې داهم وویل: ((زه د کندز له خلکو بخښنه غواړم، باید ټول معذرت وغواړو، ځکه هغه څه چې دوی یې مستحق و، باید مخنیوی مو کړی وای، مخنیوی مو په خپل وخت ونه شو کړای، یا نه یو توانېدلي.

تیر کال د کندز ښار د نیولو په برید کې دولتي چارواکو په کندز کې د سر او مال د تاوانونو په اړه طالب وسله وال  ګرم ګرځول؛ خو ښه داده چې د تیرې اونۍ په جګړه کې په خپلو کړنو اعتراف او له کندز ښاریانو بخښنه غواړي.

په موجوده اداره کې د دوستم په څير زیات شمیر نا اهله شته چې سره د زغروالو ټانګونو او هوایي ځواکونو د طالب وسله والو په مقابل کې د ماتې سره مخ شي؛ خو خپله ماتې او هغه  څه چې باید د یوه ولایت د اوسیدنکو په واړندې کړنو کې ناتوانه شي بیاهم په خپله ماتې اعتراف نه کوي.

 د تیر کال سره چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو د طالبانو بریدونه پرتله کړو جوت تغیر یې دا دی، چې تیر کال به د دفاع وزارت د طالبانو څخه د ولایتونو او سیمو د تصفیې دعوه کوله او سږ کال د ولس په وړاندې د تیروتنو او دفاع نه کولو له امله بښنې غواړي.

په هیواد کې د جګړې د پای ته رسیدو اصلي ټکی دا نه دی، چې دولتي چارواکي یا طالب مشران دې د ولس څخه د تاوانونو اړولو وروسته په بخښنو ځان خلاص کړي، که داسې کیدای نو حامدکرزي خو په وار وار له خپله ولسه بخښنې وغوښتې خو جګړه پای ته ونه رسیده.

دولتي چارواکي اوس هم موقع لري، چې  د معصوم ستانکزي په څیر په تیرو تیروتنو  له خپله ولسه بښنه وغواړي او بهرنیانو ته ووايي، چې  نور نه مونږ په خپلو افغانانو وژنۍ او نه پر مونږ خپل افغان ووژنۍ.

 مونږ په خپلو کې پریږدۍ چې د یوې بین الافغاني غونډې په کولو سره خپله پریکړه پخپله وکړو او په افغانستان کې د امن ساتلو په پلمه روانه جګړه پای ته ورسوو.

.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button