سره مياشت: د جګړو له امله يو ميليون کسان له خپلو سيمو بېځايه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۴) الماس خدرخېل
په افغانستان کې د سرې میاشتې د ټولنې مسؤلین وایي، چې په دې وروستیو کې د نا امنیو او جګړو له امله نږدې یو میلیون کسان په دې هېواد کې بې ځایه شوي او له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
دا څرګندونې نن په کابل کې د سرې میاشتې د ټولنې سرپرست ډاکټر میرویس اکرم د سرې مياشتې د اوونۍ په غونډه کې وکړې.
په دې مراسمو کې د يادې ټولنې مسؤلينو د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې پر ملکي خلکو او عامه ځایونو کې له بريدونو سره احتياط وکړي او پر دوی بریدونه ونه کړي، هغه زياته کړه، چې د دوی ټيمونو ته بايد اجازه ورکړل شي، ترڅو اړو کورنیو ته مرستې ورسوي.



