سوريه: په وسلوال بريد کې د روسيې ۶ پوځيان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۴) الماس خدرخېل

په سوريه کې د انقلابيانو جيش الحر اړوند د فيلق الشام ډلې ويلي، چې د دوی پلويانو په حماة ښار کې په ګډو ځواکونو وسلوال بريد ترسره کړی، چې له کبله يې ګڼ شمېر روسي او ايراني پوځيانو په ګډون سوري پوځيان وژلي دي.

د فيلق الشام ډلې په يوه تازه بيان کې ويلي، چې په نوموړي بريد کې يې د يو جنرال په ګډون ۶ تنه روسي پوځيان هم وژلي دي.

د يادې ډلې يوې سرچينې ويلي، چې له ډېر وخت راهيسې يې د روسي او ايراني پوځيانو حرکتونه څارل، چې بالاخره د جمعې په ورځ يې بريد ته برابر شول او پر ويې کړو.

ځايي رسنيو ويلي، چې بريد تېره ورځ د حماة په ښار کې رامنځته شوی دی.

د فيلق الشام ډلې يوه امنيتي سرچينه وايي، په بريد کې د دوی وسلوالو ته زيان نه دی اوښتی.

د بريد په تړاو روسي يا د بشار رژيم چارواکو تر دې دمه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button