د فاریاب استازی:ځواکونه مو غورماچ ته رسیدلي، طالبان وايي د ولسوالۍ مرکز له مونږ سره دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۵) زرغون خوږیاڼی
په ولسي جرګه کې محمد هاشم د فارياب اوسيدونکي مرستيال استازی وايي، چې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د اردو او پولیسو او ازبک ملیشې د غور ماچ ولسوالۍ ته رسیدلي دي، دوی وايي چې اوسمهال په سیمه کې جګړه روانه ده.
ځینو دولتي رسنیو خبر ورکړی و، چې د غورماچ ولسوالۍ د دوستم ملیشو بېرته نیولې ده؛ خو یادې سرچینې وویل چې ولسوالۍ نه طالبان په شا شوي دي او امنیتي ځواکونه ورته په یو کیلو مترۍ کې نږدي شوي دي
دولتي رسنیو ویلي دي، چې عبدالرشید دوستم په مشرۍ په عملیاتو کې ۱۶۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي او یو زیات شمیر نور ژوبل شوي دي.
طالبانو ویلي دي، چې د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ مرکز لاهم له مجاهدینو سره دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې ویلي، چې د دوستم ملیشې هغه قطار چي غورماچ ته د کومک لپاره روان و د درنو تلفاتو سره مخ شو، ۲ټانګونه او یو رینجر موټر او ډیری عسکر یې پکي له منځه ولاړل .
طالب ویندوی زیاتوي چې د دوستم ملیشو قطار د مجاهدینو د بریدنو په نتیجه کي دوه ځایه شو یو طرف یې دغورماچ پر لاره وتښتید او نور پاتې ګلمجم یې داخترجان بازار پر لور وتښتیدل، چي دکنجک په سیمه کي ورباندي دویم ځل برید وشو، دوی وايي په دې برید کې ۳ټانګونه ۱رینجر، ۱ کروزین او ۱۲ میله وسله ترې غنیمت شول او د۳قوماندانانو، قومندان شاه، قومندان میرویس او قومندان مجیدقره په شمول ګڼ عسکر ووژل شول، د وژل شویو اجساد یې دجګړې پر ډګر پاتې دي.
ویاند وايي چې په دې جګړه کې ددوی ۳ ملګري وژل شوي دي.



