هند او روس د اقتصادي او نظامي همکارۍ ۱۶ تړنونه لاسلیک کړل

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۵) زرغون خوږیاڼی

د بریکس په غونډه کې چې د هند په ګوا ښار کې جوړه شوې وه، روس او هند د نظامي او اقتصادي همکارۍ بیلا بیل ۱۶ تړونونه سره لاسلیک کړل.

په یو تړون کې ویل شوي، چې دواړه هیوادونه به په ګډه ۲۰۰ نظامي هیلکوپتر جوړوي او بل دا چې هند به د روسیې نه د خپلو بحري ځواکونو لپاره پرمختللې جنګي کښتي اختلي چې په آسانۍ سره کشف کیدلی نشي.

په یو بل تړون کې هند به د روسیې نه د توغندیو د دفاعي سیستم اخلي، چې د پاکستان او چین تر منځ په سرحدونو کې به خپلې دفاعي چارې نورې هم قوي کړي.

ددوی تر منځ د انرژۍ په برخه کې هم تړونونه وشول، چې د روسیې د تیلو لویه کمپنۍ (روس نفت) د هند د اسار آئیل په کمپنۍ کې د ۱۳ میلیارده ډالرو په ارزښت برخه اخلي.

ویل کیږي چې روس په نږدې وختونو کې پاکستان سره نږدې شوی دی، چې هند هم غواړي په تازه وختونو کې د روس سره خپلې اړیکې تر بل هر وخت لاپياوړې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button