پاکستان: د بسونو په ټکر کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۲۹ ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۶) الماس خدرخېل
د پاکستان پنجاب ايالت په رحيم يار خان ښار کې د دوه بسونو د ټکر له امله ۲۴ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان دي.
پېښه نن سهار د ریجا پاټک ته څېرمه د دوه بسونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
تر دې دمه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د پاکستان ملي تلوېزون ويلي، چې په دواړو بسونو کې مسافر سپاره و، چې ټپيان يې د رحيم يار خان او خان پور روغتونو ته وړل شوي دي.
په پېښه کې د پنځه څلوېښت ټپيانو حالت نازک ښودل شوی دی.
د پېښې ځای ته د ژغورنې ټيمونو رسېدلي، ترڅو له دواړو چيت شوو بسونو څخه ټپيان راوباسي.
پوليس وايي په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.


