د لمونځ مسایل ( څلورویشتمه برخه) که جامو کی یې مني ولیدل …؟

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
که يې د سهار لمونځ وکړ او په جامو يې مني وليدل
پوښتنه : که چيرته يو کس په شپه کې شيطان خطا کړى وي او په همدغه سهار ورته په ياد نه وي چې دى په شپه کې شيطان خطا کړى دى او هغه د سهار لمونځ وکړ، بيا يې په غرمه کې نجاست وليد، آيا د هغه لمونځ اداء شوى دى او که نه؟ که چيرته نه وي شوى نو د لمانځه په راګرځولو هغه ګنهګار کيژي او که نه؟.
ځواب : که چيرته له سهار وروسته نه وي ويده شوى نو د سهار لمانځه راګرځول پرې لازم دي ([1]).
په ټيټه (کړوپه) ملا د تکبير تحريمه ويل
پوښتنه : په فرض لمانځه کې په ټيټه (کړوپه) ملا تکبير تحريمه ويل څنګه دي؟
ځواب : روا نه دي، ځکه په فرض او واجب لمنځونو کې نيغ دريدل شرط دي، تر څو چې عذر نه وي ([2]).
په داسې جامو کې لمونځ کول په کومو کې چې بدن او ويښتان تر سترګو کيژي
پوښتنه : ښځو ته په لمانځه کې د څومره بدن پټول ضروري دي؟ آيا که چيرته په کومو باريکي جامو کې لمونځ وکړى شي په کومو کې چې بدن يا ويښتان تر سترګو کيژي، اګر که يوازې وي، آيا په هغو کې لمونځ او طواف کيدلاى شي؟ ځکه داسې آوريدل کيژي چې په باريکو جامو کې لمونځ نه کيژي؟.
ځواب : ښځې ته له مخ، لاسونو او پښو پرته د ټول بدن پټول ضروري دي، که نه نو لمونځ يې نه کيژي، باريکه جامه له کومو چې لاندې بدن يا ويښتان ښکاره کيژي په هغو کې لمونځ نه کيژي ([3]).
([1]) فتاوى محموديه، ٥ : ٥١٥، بحواله : الاشباه والنظائر، القاعدة الثالثة، ج : ١، ص : ٢٠٣، وکذا في البحر الرائق، کتاب الطهارة، ج : ١، ص : ٢١٩.
([2]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٥٨.
([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣٢٠، بحواله : حلبي کبير، ص : ٢١٠، حلبي کبير، ص : ٢١٤.



