جنرال دوستم د طالبانو په بريد کې ټپي شوی- ۵ ساتونکي يې وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۶) الماس خدرخېل
اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چې د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم د وسلوالو طالبانو په يو بريد کې سرسري ټپي شوی دی.
هغه وویل: ” دا چې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال د پیښې سره مخ شوی، خو له نیکه مرغه چې ټپونه یې ژور نه دي، چې پرې خوشاله یو، هغه ته او د وروستیو پیښو ټولو ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوم “.
د ارګ ځينو سرچينو امريکا غږ ته ويلي، چې په جنرال دوستم باندې د فارياب ولايت کې وسلوالو طالبانو بريد کړی او ويلي يې دي، چې په دغه بريد کې د لومړي مرستيال جنرال دوستم پنځه ساتونکي هم وژل شوي دي.
ددغه برید وروسته د جنرال دوستم دفترد هغه یو عکس خپور کړ چې په کې هغه لا هم د جګړې په ډکر کې لیدل کیږي.
په دغه عکس کې جنرال دوستم خپل ښي لاس په دسمبال تړلی دی. بل پلو ځينو ټولنيزو رسنيو داسې انځورونه هم خپاره کړي، چې د نوموړي پر موټر د مرميو نښې ښکاري.
بايد وويل شي، چې تېره ورځ طالب وسلوالو د دوستم په مشرۍ دولتي ځواکونه او دوستمي ملېشو د قیصار په سیمه کې هغه کاروان په نښه کړ، چې د غورماچ ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره روان وو.
جنرال دوستم د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې د پولیسو په جامو کې ځینو کسانو پر ده برید وکړ.
هغه په خپلو خبرو کې وويل، زه خبر وم چې طالبانو د غورماچ ولسوالۍ په څنډه کې دوه موټر له بارودو ډک تیار کړي وه تر څو پر ما برید وکړي.



