ارګ د اسمعیل خان په څرګندونو توند غبرګون ښودلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۶) زرغون خوږیاڼی

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري ویلي، د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت، یوازې په هېواد کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو دنده ده.

ارګ دغه غبرګون وروسته له هغه وښود، چې د هرات ولايت يو پخواني جهادي قوماندان اسمعیل خان خپلو پلویانو ته یوه تونده وینا وکړه.

د اوبو او بریښنا پخواني وزیر او جګړه مار قومندان اسمعیل خان تېره ورځ په هرات کې له پخوانیو مجاهدینو وغوښتل، چې د ترهګرو ممکنه حملو سره د مبارزې لپاره باید چمتو شي.

جمهوري ریاست د اسمعیل خان د خبرو په غبرګون کې ویلي دي، هیڅ ډله حق نه لري چې په دې هېواد کې وسله پورته کړي او په خپلسري توګه د مخالفینو په وړاندې جګړه رهبري کړي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند چخانسوري وویل، چې د اساسي قانون له مخې قانوني ځواک د هېواد د دفاعي او امنیتي چارو صلاحیت لري.

تورن اسمعیل خان په خپلو خبرو کې ویلي، د جهاد لپاره له چا اجازه نه غواړو!

په هرات ولایت کې اسمعیل خان د جهادي قومندانانو او د ولایتي شورا غړو سره په یوه ناسته کې ویلي دي، چې په اوسنیو شرایطو کې جنګ د ولایتونو دروازو ته رسیدلی دی او د ګواښونو په زیاتوالي سره د جهاد لپاره او زمونږ د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره له چا نه اجاره نه غواړو.

((په فراه، هلمند، کندز او نورو ولايتونو کې جنګ د هرات ولایت د خلکو د کورونو د ماتولو په څیر دی)).

تورن اسمعیل خان زیاتوي، ما تېر کال هم ویلي وو، چې ځینې ښارونه به سقوط وکړي؛ خو ځینو رسنیو ما ته جنګ سالار وویل، په داسې حال کې چې زه ددې خاورې سره مینه لرم.

اسمعیل خان په خبرو کې دا هم وویل، چې کیدای شي روسان هم د جګړې په موخه راننوځي، نو ځکه مونږ باید پرې نه ږدو چې افغانستان هم د سوریې په څیر شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button