د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال امنیتي سلاکار له یوه برید څخه روغ وتلی

کابل ټکی کام ۲۷تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تازه خبرونه وایي، چې د کابل ښار د تایمینو په پنځم سړک کې د یوه چسپکي ماین په مټ درنده چاودنه رامنځته شوې ده.
خبر وايي، د چاودنې هدف د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال امنیتي سلاکار (موسی خاورین) وو.
د څلورمې حوزې قومندان وایي، چې چاودنه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
خو یوې سرچینې د نوم د نه اخیستلو په شرط رسنیو ته ویلي دي، چې خاورین له برید څخه روغ وتلی خو د نوموړی یو ساتونکی ټپي شوی دی.
تراوسه پورې د دغه برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.
د یادولو ده، کابل ښار کې هر وخت د چسپکي ماینونو په مټ درندې چاودنې رامنځته کیږي، چې ډېری وخت د ملي اردو رېنجر موټرو پورې نښلول شوي وي.


