هندوستان: د اورلګېدنې پېښه کې لسګونه وژل شوي اوله ۱۰۰ زيات ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۷) الماس خدرخېل
د هندوستان د اوريسا ایالت په يوه روغتون کې د اورلګېدو له امله ۲۳ تنه وژل شوي او له سلو زيات ټپيان دي.
پېښه د اوریسا ایالت د بهوبانسوار ښار د (سم) په نوم په يوه خصوصي روغتون کې رامنځته شوې ده.
د هند پوليس وايي اور تېره ورځ ماښام مهال لومړی د درملتون په واټ کې ولږېدلو، چې وروسته بيا نورو واټونو ته وغځېدلو.
ځايي پوليس وايي، چې د اور وژنې عمله رارسېدلې او اور يې دمګړۍ کابو کړی.
د اور لګېدنې لامل نامعلوم دی، خو ځينې خلکو ويلي چې د اور لګېدنې علت د برېښنا شارټي کېدلی شي.
د پېښې ډيری ټپيان چې سوزېدلي، حالت يې نازک ښودل شوی.



