کندهار مرستيال والي: چابهار، حیرتان او لاجورد لارې افغان سوداګرو لپاره ډاډمنې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۷) الماس خدرخېل
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمي وايي، د پاکستان له لارې سوداګري ډېر مهال له ستونزو سره مخ وي، افغان سوداګرو ته په کار ده، چې د خپلې سوداګرۍ لپاره له چابهار، حيرتان او لاجورد لارو کار واخلي چې هم ارزانه او هم ډاډمنې دي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون د اقتصادي شورا په مياشتنۍ غونډه کې وکړې، چې د هغه تر څنګ په کې د دې ولايت د اقتصاد، ګمرک، سوداګرۍ، مستوفيت، کرنې، سوداګرۍ خونې، ايسا، برېښنا شرکت، زراعتي پوهنتون، کندهار پوهنتون، د تازه مېوې د ټولنې او د باغدارانو د انجمن رييسانو او استازو په کې ګډون کړی وو.
هغه زياته کړه، د پاکستان په لاره وخت ناوخت د افغان سوداګرو لپاره په قصدي ډول ستونزې جوړېږي، چې له امله يې د تازه ميوو موټرې بندې پاتې وي سوداګرو او باغ لرونکو ته زيان رسېږي.
هغه همداراز وويل: هر سوداګر او پانګه وال چې غواړي په دې ولايت کې پانګونه وکړي، نو ولايتي ادارې ته دې مراجعه وکړي څو په صنعتي پارک کې ورته ځمکه ورکړاى شي.
په کندهار کې د ايسا دفتر مسوول هدايت الله رحمتي وويل، يو افغان پانګه وال غواړي په کندهار کې د ټوکرانو اوبدلو فابريکه جوړه کړي او د دې لپاره يې ١٠٠ جريبه ځمکه غوښتې ده.
دی وايي نوموړي پانګوال، د دغې فابريکې د جوړولو په اړه اړوند معلومات ولايتي ادارې ته سپارلي چې وروسته به يې په اړه پرېکړه وشي.



