جوزجان: طالبانو د منګجيک ولسوالۍ امنيه قومندان وژلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱) الماس خدرخېل

د جوزجان د منګجيک ولسوالۍ امنيه قومندان د طالبانو په يو بريد کې وژل شوی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو تېره ورځ سهار مهال د جوزجان ولايت فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش سيمه کې په امنيتي پوستو بريدونه کړي چې پکې د ۵ پوستو د نيولو ادعا کوي.

مجاهد زياتوي په دې جګړه کې يې د پنځو ولسواليو نظامي قومندان او د منګجيک ولسوالۍ امنيه قومندان (الله قلي) سره د ۶ ساتونکو وژلي دي.

نوموړي په خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې جګړه کې يې له امنيتي ځواکونو په زياته اندازه سپکه او درنه وسله او نظامي توکي هم نيولي دي.

د طالبانو ويندوی وايي په دغه جګړه کې د دوی د ۲ تنه ملګرو د وژل کېدو تر څنګ ۲ نور ټپيان هم دي.

د يادونې ده، چې په فارياب ولايت کې د دوستم تر مشرۍ لاندې د ګلمجم مليشو سره له څو ورځو راهيسې د طالب وسلوالو سخته جګړه روانه ده او دواړه خواوې يو بل ته د تلفاتو ور اړولو ادعا کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button