(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۱) زرغون خوږیاڼی
د هند سرحدي ځواک ویلي، چې تیره ورځ یې په جمو کشمیر سیمه کې د پاکستان ۷ سرحدي پولیس وژلي دي.
بلخوا د پاکستان سرحدي پولیسو ویاند جګړن وحید له بي بي سي سره په یوه مرکه کې دغه ادعاوې رد کړي دي.
د هند دفاع وزارت په خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي دي، چې د هند سرحدي پولیسو په هیر انګر سیمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې د پاکستاني پولیسو په کمین کې ولویدل، ددوی په وینا په ډزو یو هندي پولیس ټپي شوی دی.
خبر پاڼه وايي، چې په ځوابي ډزو کې ۷ پاکستاني سرحدي( رینجرز) پولیس ووژل شول، ددوی په وینا اوس په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
یادې سرچینې ادعا کړې چې د پاکستان سرحدي عکسرو د ۵ ملګرو وژل کیدل تایید کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې له څه مودې راهیسې په جمو کشمیر سیمه کې د هند او پاکستاني ځواکونو تر منځ خال خال نښتې کیږي، چې له امله یې دواړو خواو ته یو لړ ځاني تاوانونه هم رامنځته شوي دي.


















