زما له برکته دې څه زده کړل؟

ژباړه: احمد ارشاد  (سعید)

شقیق بلخي رحمه الله خپل شاګرد حاتم الأصم­ رحمه الله ته و فرمایل:

د ډیرې مودې له ماسره په صحبت کې شریک یې،­ زما له برکته دې څه زده کړل؟

حاتم رحمه الله ورته وفرمایل: ­

اته مسائل:­

لومړی: د الله تعالی مخلوقاتو ته مې وکتل، که به چا کوم محبوب درلود، قبر ته د کښته کیدلو وروسته به ترې جلا شو، نو ما خپل محبوب خپلې نیکۍ وګرځولې تر څو په قبر کې هم راسره وي.

دویم: د الله تعالی دې قول ته مې وکتل چې فرمايي: ( وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰى [سُوۡرَةُ النَّازعَات : 40]

او چا چي د خپل رب په مخ کښي له درېدو څخه وېره کړې وه او نفس یې له ناوړو غوښتنو څخه ساتلی و، نو د هوا او هوس په دفع کولو لګیا شوم تر څو د الله تعالی پر اطاعت ټینګ پاتې شم.

درېیم: خلکو ته مې وکتل، که به د کوم چا سره قیمتي څیز موجود و، نو د هغه حفاظت به یې کولو، ما د الله تعالی دې قول ته نظر شو چې ­فرمایي: (مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ ۖ وَمَا عِندَ اللَّهِ بَاقٍ[سُوۡرَةُ النّحل : 96]

څه چې له تاسې سره دي، هغه مصرف کېدونكي دي او څه چې له الله سره دي، همغه باقي پاتې کېدونكي دي)، نو هر کله چې به مې کوم قیمتي څیز په لاس راغی، هغه به مې الله تعالی ته وسپاری( صدقه به مې کړ) تر څو د الله تعالی سره باقي پاته شي.

څلورم: خلک مې لیدل چې د مال، حسب او شرف لور ته به یې رجوع کوله، ما د الله تعالی دې قول ته پام شو چې فرمایي: (إِنَّ أَكْرَم­كُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقٰىكُمْ ۚ[سُوۡرَة­ُ الحُجرَات : 13]

په حقيقت کښي د الله ج په وړاندې ستاسې څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوك دى، چې په تاسې کې تر ټولو زيات پرهېزګار وي)، نو تقوی مې اختیار کړله، تر څو د الله تعالی په وړاندې کریم او عزتمند و اوسم.

پنځم: خلک مې لیدل چې په خپلو کې حسد کوي، ما ته د الله تعالی دا قول را په زړه شو چې فرمايي: (نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِى الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا ۚ و­َرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَج­ٰتٍ[سُوۡرَةُ الزّخرُف : 32]

د دوى د دنيوي ژوندانه تېرولو وسايل خو مونږ د دوى په منځ کښي وېشلي دي او د دوى ځينو ته پر ځينو نورو باندې په درجو سره پورته والى مونږ ورکړی دى) ، نو حسد مې ترک کړی.

شپږم: خلک مې ولیدل چې په خپلو کې دښمنۍ کوي، ماته د الله تعالی دا قول را یاد شو چې­ فرمایي: (إِنَّ الشَّيْطٰنَ لَكُمْ عَدُوّ­ٌ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا [سُوۡرَةُ فَاطِر­ : 6]

په حقيقت کښې شيطان ستاسې دښمن دى، نو تاسې هم هغه خپل دښمن وګڼئ، نو د خلکو دښمني مې پریښودله او د شیطان دښمني مې اختیار کړه.

اووم: خلک مې ولیدل چې د رزق ترلاسه کولو لپاره ځان ذلیلوي، د الله تعالی دې قول ته مې وکتل چې فرمايي: (وَمَا مِن دَآبَّةٍ­ فِى الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْق­ُهَا [سُوۡرَةُ هُود : 6]

په ځمکه کښې هیڅ داسي كوم خوځنده ساكښ نشته، چي د هغه روزي د الله په غاړه نه وي، نو ځان مې په هغه څه مشغول کړی چې د الله تعالی له لوري پر ما باندې دي او هغه څه مې پریښودل چې زما له لوري پر الله تعالی باندې دي.

اتم: خلک مې ولیدل چې پر خپلو تجارتونو، صنائعو او د بدنو پر صحت یې توکل دی، خو ما پر الله تعالی باندې توکل وکړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button