عراق: په هوايي بريد کې ۱۵ ښځې وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱) الماس خدرخېل
د کرکوک ښار شمال شرق طرف ته يو هوايي بريد شوی، چې پکې ۱۵ ښځې وژل شوي دي.
ويل کېږي، دغه ښځې د يوې جنازې لپاره راټولې شوې وې، چې د هوايي بريد هدف وګرزېدلې.
د دغې سيمې يو تن قومي مشر امیر هدا تېره شپه رسنيو ته وويل: حمله د اکوک سيمه کې د شيعه زيارت کوونکو يوې جنازې ته په راټولو شوو ښځو شوې، چې پکې ۱۵ تنه وژل شوي او تر ۵۰ زيات ټپيان دي.
سيمې ته نږدې د روغتون يو تن کارکوونکي وويل، چې د پېښې ۵۰ تنه ټپيان روغتون ته د تداوۍ په موخه وروړل شوي دي.
د يادونې ده، چې له څو ساعتونو راهيسې د کرکوک په بېلابېلو سيمو کې د داعش وسلوالې ډلې بريدونه پيل کړي دي.
دا معلومه نه ده، چې نوموړی بريد به د داعش وسلوالو پورې کوم تړاو ولري او که نه، خو داعش ډله جنګي طيارې نه لري.
د يادونې ده، چې د عراق په شمال شرق کې امريکا متحده ايالاتو او ترکيې له تېر يو کال راهيسې عمليات پیل کړي، خو تر دې دمه يې دغه سيمه کې کوم هدف نه دی په نښه کړی.



