ولسمشر اشرف غني قطر ته ولاړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۴) زرغون خوږیاڼی
ولسمشر اشرف غني نن ماسپښین د قطر پخواني امیر شیخ خلیفه بن حمد الثاني د فات غمشریکۍ لپاره دغه هیواد ته روان شوی دی.
د ارګ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي سره د قطر دوحې ته ولاړ، تر څو هلته د قطر له امیر سره د وفات شوي پخواني ولسمشر غمرازي وکړي.
د سرچینې په وینا، ولسمشر به د افغانستان د خلکو په استازیتوب د قطر هیواد وګړو ته د خلیفه بن حمد الثاني د وفات تسلیت او تعزیت وړاندې کړي.
د ارګ په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ولسمشر اشرف غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د افغانستان د علماو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري، داوود سلطانزوی او د جمهوري ریاست یو شمېر سلاکاران، د ملي امنیت د سلاکار مرستیال فیض الله ذکي او د جمهوري ریاست ویاند محمدهارون چخانسوري ملګرتیا کوي.



