د سرطان په حکومت کې د سرطان ناروغي

 تبصره

په يوناني طب کې د وخت سره سم ښه پرختګ د کلونو کلونو راپديخوا روان دى، دا اوس  چې د بيلابيلو مرضونو کوم تشخيص کيږي دا هم د يوناني طب د لارښوونو ثمره ده.

 که په يوه مرض څوک پوهه نه شي درمل ېې هم نه شي برابره ولی.

د سرطان مرض هم د يوناني طب له تجربو وپيژندل شو؛ خو د وخت په تيريدو سره ماشيني توپير رامنځ ته کيږي چې دا دى اوس د يوې سروې له مخې په افغانستان کې تر ١٧٠٠٠زياتې ښځې په سرطان اخته دي.

په داسې هيواد کې چې بې له جګړې او وژنو نورڅه نه  ليدل کيږي، شايد تر دې زياتې ښځې د سرطان په مرض اخته وي، ځکه پدې سروې که هغه سيمې نه دي شاملې کومې چې سروې یې کيدونکې نه ده.

تيره ورځ چې په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال نيکولسن د پوځي چارواکو د نااهلۍ او نه هغمږۍ له امله د پوځ د مرګ ژوبلې کچه لوړه ياده کړه، د عامې روغتيا وزارت د سرطان په مرض اخته و نارينه او ښځو راپور وړاندې کړ، تر څو د هيواد والو مخ د سرطان مرض ته واړوي .

دا مهال د نړۍ  په  ٧٦ هيوادونو کې په سرطان اخته کسان زيات  تشخيص شوي دي؛ خو په ځینوکې د دې مرض سلنه ډيره کمه او په ځينو هيوادونوکې لوړه ده.

په افغانستان کې ترټولو هيوادونو د سرطان مرض لوړه کچه ياده شوې ده، چې نارينه او ښځې پکې په سرطان مرض اخته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتيا سازمان وايي، د سرطان د مرض کچه په هغو هيوادونو کې لوړه وي چې په حکومت کې اختلاف او ګډوډوي حکومتي چارواکي ېې په نه حل کيدونکې اختلاف کې وخت تيره وي، چې ټول تاوانونه یې د طبي خدمتونو په نشتوالي سره  ولسي وګړي ګالي.

افغانستان تر ټولو هيوادونو په بدتر حالت کې واقع دى او دومره په ستونزو کې راګيردى چې د روغتياپوهانو په وينا هغه مرض چې درملنه ېې ګرانه وي مونږ ورته د سرطان مثال ورکوو، زمونږ حکومت په سياسي او سيمه ييز اختلافاتي سرطان اخته دی.

 د نورو هيوادونو حکومتونه د سرطان مرض درملنې لپاره مرستې غواړي، زمونږ هيواد خپله په سرطان اخته دی او د روغتياپوهانو په وينا درملنه یې ګران نه ده.

په افغانستان کې روان حالات له سرطانه هم زيات مرګوني دي. په سرطان اخته مريض ته خو تر يو څه وخته د ډاکټر د معلوماتو په اسا س تمه کيدای شي؛ خو زمونږ حکومت په داسې سرطان اخته دی چې د يوې ورځې تمه هم ترې نه شي کيدای.

داچې په سرطان اخته حکومت به ترکومې ورځې پورې وپايي  نيټه ېې نه ده څرګنده .

په هيواد کې د ولس د خيرښيګڼې او له ستونزو څخه د ژغورنې هيڅ پلان له حکومت سره نه شته، ټول  بحثونه په حکومتي جوړښت اوسياسي سوداګرۍ روان دي په هره غونډه کې چې پريکړه کيږي هغه په سياسي  تقسيم او ويش بنا وي.

که په حکومت کې د اختلاف (سرطان ) د له منځه وړلو لپاره په اوونۍ کې يوه ورځ هم بحث وشي د ولس د ټولو ستونزو ترڅنګ به په افغانستان کې نارينه اوښځينه وګړو ته ورپيښه د سرطان ناروغي په سالمه مشوره او پلان له منځه ولاړه شي؛ خو چې حکومت خپله په داخلي سرطان (اختلاف) اخته دی د وګړو د سرطان به څه درملنه وکړای شي.

د عامې روغتيا وزارت  چارواکو ويلي دي، چې عامه پوهاوى نه شته  په زرګونه وګړي په سرطان اخته دي؛ خو دا ورته نه ده څرګنده چې عام وګړي څه چې د هيواد کاڼي، بوټي او خاوره هم د حکومت د اختلافاتو له امله په اسرطان اخته ده .

دعامې روغتياوزارت چې په کابل کې د سرطان د ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي سيمينارونه جوړوي، تردې دا ضرور ده چې د اختلافاتو په لرې کولو د پوهاوي سيمنيار جوړ کړي، که د حکومت له سرطانه (اختلاف) ولسي وګړي روغ شول او درملنه یې وشوه بيا به د هېواد ټول وګړي د هر ډول مرض څخه خلاص شي. لومړى بايد د حکومت د سرطان تشخيص او درملنه وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button