د امریکې خارجه وزارت: امریکایي اتباع دې ترکیه ترک کړي

کابل ټکی کام: لړم ۹ مه ۱۳۹ل ( بصیراحمد پاڅون )
د امریکا متحده ایالاتو خارجه وزارت ویلي چې پرون یې تصمیم نیولی چې د امنیتي ملحوظاتو له امله په استانبول کې د قونصلګرۍ د غړو کورنۍ خپل هیواد ته راوغواړي.
او نور اتباع باید په ګرځیدو راګرځیدو کې د ځان  امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د امریکې خارجه وزارت وایي: داسې اطلاعات ورته رسیدلي چې ترهګر غواړي په ترکیه کې امریکایي اتباع په نښه کړي.
تیره اونۍ امریکا خپلو اتباعو ته توصیه کړي وه چې ترکیې هیواد ته په سفر جدي غور وکړي.
سیاسي شنونکي وایي چې ترکیې د امریکا متحده ایالاتو نه غوښتي چې د کودتا په تور تورن فتح الله ګولن ورته وسپاري ، ترکیې په دې اړه ټول اسناد د امریکې حکومت ته سپارلي دي.
شنونکي وایي چې په ترکیه کې د ناکامې کودتا تر شا د امریکا محتده ایالاتو ژور لاس درلود.
نو همدا وجه ده چې د امریکا متحده ایالاتو د امنیت ساتنې په بهانه دا ګامونه پورته کړي او د سیاسي فشار په توګه ترینه کار اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button