بلخ: د المان په کونسګرۍ سرتیري بریدونه پیل شوي جګړه دوام لري

کابل ټکی کام :لړم ۲۱ مه، ۱۳۹۵ل ( بصیراحمد پاڅون )

د مزار شریف نه رارسیدلي خبرونه وایي چې تیر ماسخوتن یوولس بجې په بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د المان په کونسګرۍ لومړۍ د ِغټ ګاډي موټربم برید وشو او زوروره چارونه رامنځ ته شوه او ورپسې د سپکو وسلو ډزې پیل شوې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې برید د دوی سرتیرو کړی دی.
مجاهد وایي چې طالب سرتیري یو غټ لارۍ موټر چې له منفجره موادو ډک و د کونسلګرۍ په دروازه کې منفجر کړی او د کونسلګرۍ د ودانۍ زیاته برخه یې نړولي د کونسلګرۍ د کاروکوونکو په شمول یې زیات شمیري  امنیتي ساتونکي وژلي دي.
مجاهد زیاتوي چې د موټربم له برید وروسته زیات شمیر سرتیري د المان د کونسلګرۍ ته په بریالیتوب ننوتلي او هلته یې په میشتو کسانو ډزې پیل کړي خو دا یې نه دي ویلي چې سرتیري برید ګر څو تنه دي.
ذبیح الله مجاهد د دې سرتیري برید لامل داسې په ګوته کوي ( د کندز په ولایت کې د ټولو ترسره شویو جنایاتو تر شا په مزار کې د میشتو جرمني اشغالګرو عسکرو د پلان او طرحو لاس دی  چې له امریکايي وحشیانو او د کابل ادارې له مزدورانو سره د مرستې په دود ترسره کیږي.
د اونۍ په سر کې د کندز په مرکز کې د اشغالګرو هیوادونو په وروستیو بمباریو کې زموږ له ۵۰ ډير ملکي هیوادوال  شهیدان او ټپيان شول، او لسګونه کورنه ونړیدل)
د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد ویلي برید د المان په کونسلګرۍ شوی خو سیمه ټوله د پولیسو له خوا محاصره شوي ده .
د بلخ ولایت امنیه قوماندان سیدکمال سادات ویلي دي چې اوس پولیس هوایي ډزې کوي نور کومه خاص جګړه نه شته. فرهاد او سادات دواړو د تلفاتو په اړه تر اوسه نه دي ویلي مګر د بلخ ولایت د حوزوي روغتون رئیس ډاکتر نور محمد فیض وایي چې تر دې وخته ۳۰ تنه ټپیان او دوه تنه جسدونه روغتونه ته راوړل شوي دي.
د جګړې سیمې ته نږدې اوسیدونکي وایي چې حکومتي سرتیري ډیر ناوخت راورسیدل او اوس له طالب سرتیرو سره درنه جګړه روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button