کابل ټکی کام ۲۱لړم/۱۳۹۵، شعر: طالب جان
ستا نه وروسته مې زړه داسې چا ته رام دی
چې د عشق په هره پرېکړه کې امام دی
ستا په سپین بدن اشنا! بلو اورونو
زمونږ زړونو کې بل کړی انتقام دی
ستا د تورو څڼو تور ازار یې وړی
کافر شوی د څرخي پل او بګرام دی
زمونږ زړونه چې چا وړي وو، تا یووړل
شهادته! په تا څومره ازدحام دی؟!
دا خو ته لکه زانګو یې سرګردانه
کلی ځکه طالب جانه په ارام دی


















