ممبۍ: ګاز ډبې چاودنې ۸ تنه وژلي، ګڼ نور ټپيان دي

کابل ټکی کام ۲۴میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د هندوستان د رسنيو له راپور سره سم د هند د ممبۍ ښار په کرلا سيمه کې په یوه هوټل کې د ګازو ډبه چاودلې ده، چې له امله يې د يوې مېرمنې په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور کسان ټپيان دي.

د مرستندويه ډلو کارکوونکو د پېښې وژل شوي او ټپيان روغتون ته لېږدولي دي، چې ټپيانو ته طبي مرسته ورکول شوې ده.

پوليس وايي، سيمې ته رسېدلي دي او د چاودنې په اړه پلټنې کوي.

ياده دې وي، چې يوه مياشت وړاندې هم د هند په مدهيه پردېش ریاست کې د يوې ګاز ډبې د چاودنې له امله ۸۲ تنه وژل شوي و او ۱۵۰ نور ټپيان وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button