امريکا په باګرام اډه کې د ۴ امريکايانو وژل او د ۱۶ نورو ټپي کېدل تائيد کړل

کابل ټکی کام(۱۳۹۵ لړم ۲۳)الماس خدرخېل
د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير اشتون کارتر په تازه بيان کې منلې، چې د باګرام په هوايي ډګر کې د دوی څلور سرتيري وژل شوي او ۱۶ نور يې سخت ټپيان دي.
اشتون کارتر د پنټاګون له خوا په یو خپور شوی بیان کې ویلي، چې په دې حمله کې څلور امریکایان چې دوه یې سرتېري او دوه یې قراردادیان دي وژل شوي او شپاړس نور امریکايي پوځیان او یو بل پولنډی سرتېری هم ټپيان دي.
نوموړي ويلي، چې د طالبانو له خوا په دغه سرتيري بريد کې وژل شوي او ټپيان ټول امريکايان دي.
هغه د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي ښودلې او ویلي يې دي “زه غواړم چې ددې پیښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړم او د پیښې د ټپیانو کورنیو ته اطمینان ورکړم چې د ټپیانو تداوي په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی”.
د باګرام په هوايي ډګر د برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې په دې سرتيري بريد کې يې د ۲۳ امريکايي افسرانو د وژلو په ګډون ۴۴ نور ټپيان کړي هم دي.
همداراز تېره ورځ د رسنيو له لوري راپورونه ورکول شول، چې په نوموړې اډه کې دا امريکايان د (سرتېرو د ورځ) د لمانځغونډې په موخه راټول شوي ول چې د طالبانو د حملې هدف وګرځېدل.
بايد وويل شي، چې د “سرتیرو ورځ” هر کال د نومبر په یولسمه د امریکا د وسله وال پوځ د ټولو غړیو د درنښت په هدف لمانځل کېږي او په دغه ورځ د امریکا عمومي رخصتي وي.



