د فوټبال افغان ملي لوبډله نن له تاجکستان  سره لوبیږي

کابل ټکی کام(۱۳۹۵ لړم ۲۳)الماس خدرخېل

ټاکل شوې ده، چې نن د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د تاجکستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره په پلازمېنه دوشنبه کې يوه دوستانه سيالي ترسره کړي.

ويل کېږي، افغان لوبغاړو د دوشنبې ښار د فوټبال په لوبغالي کې د تيارۍ په موخه تمرينونه پيل کړي دي.

نوموړې لوبه به د کابل پر وخت د ماذیګر په درې نيمو بجو پېليږي.

په دغه سيالۍ کې د افغان ملي ټيم روزونکی پيټرشيکريټ د ټيم د لارښوونې لپاره ورسره نه دی تللی، خو د ياد ټيم کفتان فيصل ښايسته وايي، چې په ملي ټيم به د نوموړي نه راتګ کوم اثر نه وي او دوی تمه لري چې لوبه د تاجکستان له ملي ټيم نه وګټي.

له دې وړاندې د تاجکستان د فوټبال ملي ټيم افغان لوبډلې ته څلور واره په ځانګړو دوستانه سياليو کې ماتې ورکړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button