کابل ټکی کام ۲۴لړم/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ له یوې ټلویزیوني شبکې سره د خبرو پر مهال وویل، چې له امریکا څخه به لږ تر لږه ۳ میلیون غیر قانوني کډوال وباسي.
ډونلډ ټرمپ چې له (سي، بي، سي) سره ۶۰ دقیقه یي مصاحبه درلوده، وویل:
«اراده لرم، چې جنایتکاره کسان او هغه کسان چې پخوا یې جنایات ترسره کړي او د مخدره موادو سوداګر، ښايي د دغو ټولو شمېر ۳ میلیون کسانو ته ورسیږي؛ له خپل هېواد څخه وباسم، یا به یې زندانیان کړم، ځکه دوی د قانون نه سرغړوونکي دي.»
ډونلډ ټرمپ د انتخاباتو پر مهال هم په دې ټینګار کاوو، چې غیر قانوني کډوال به له خپل هېواد څخه وباسي او امریکا ته د دوی د بیا راتګ په مخنیوي سره به د امریکا پولې نورې هم قوي شي.
ډونلډ ټرمپ هغو کسانو ته چې د نوموړي پر انتخاب اعتراضونه کوي؛ وویل:
«اندېښنه مه کوئ! مونږ او تاسو به خپل هېواد په خپله اصلاح کوو.»
نوموړي همدا راز له معترضینو څخه وغوښتل، تر څو نوموړي ته فرصت ورکړي، که یې د دوی په ګټه کارونه ونه کړل، بیا د اعتراض حق لري.


















