د الجزیرة نه په مننې
ژباړه: قاضي عرفان
د حلب ښار نه دالجزیرة خبریال خبر ورکړی چې په دغه ښار کې د سوریې د توپونو په ډزو ۱۵ ځایی خلک چې پکې تنکي ماشومان هم شامل دي د ختیځ حلب په کلیو کې وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.
له بلې خوا یو شمیر نور ښاریان بیا د ادلب ښار په څنډو کې په روسي بمباریو کې وژل شوي دی.
خبریال زیاته کړې چی بمباریو د أحیاء الصالحین، المشهد، او السکري قریې چی د مخالفینو په ولکه کې قرار لري د بمبار هدف ګرځولي دي، په داسې حال کې چې د دغو بمباريو سره سره د حلب ښار له هرې خوا نه د سوریایي رژیم او نورو ملیشو ځواکونه د پرمختګ هڅې کوي.
د شام خبري اژانس خبر ورکوي چی د ښار جنوب خواته د عزیزة په جبهه باندې سختې نښتې روانې دي. او زیاتوي چی د روسي او سوریایی الوتکو په واسطه د حلب ولایت په ښارونو او کلیو باندی په عنقودي، فراغي او فاسفوري توغندیو بریدونه شوي دي.
له بل پلو نه د مخالفینو خبري سرچیني وایی چی د سوریایی رژیم هغه په لسګونو کسان یې وژلي او یو زیات شمیر نور یی ټپیان کړي چې د حلب ختیځ ته د کرم الطراب په جبهه کې یې تر خپل برید لاندې راوستل.
د سوریې رژیم مخالفو وسله والو ته د تیرې یکشنبې تر ماښامه مهلت ورکړی چې له ښار نه ووځي، او ګواښ یې وکړ چې د مهلت په خلاصیدو سره به د لوړ دقت وسلو په استعمال پری یو استراتیجي برید پیل کړي خو مخالفینو دغه غوښتنه رد کړه او ټینګار یې کړی چې جګړه کوونکي به یې په خپل ټول استقامت سره په خپلو جبهاتو کې ټینګ پاتې شي.
د (فاستقم کما امرت) ډلې (چې په حلب کې د وسله والو مخالفینو یوه څانګه ده) ویاند عمار سقار الجزیرة ته وویل چې: د عصري وسلو د استعمال ګواښ اصلاً د سوریایی ولس په اړه یواځې د یو نوي جنایت مروج کول دي. هغه زیاته کړه چې د حلب ښار یو له بل سره د نښتو کلیو طبیعت لري چې په دقیقو سره یې په نښه کول اهمیت په ګوته کوي.
له بل پلوه د الجزیرة خبریال وایي چې: نهه کسان هغه مهال ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول چې ځینې یې مرګوني دي، چې روسي او سوریایی الوتکو یې یو شمیر ښارونه د ادلب د ښار په څنډو کې چې د عامو خلکو د اوسیدو کلي دي خپل هدف و ګرځول.
د بنش په ښار کې روسي الوتکو یو مسلکي روغتون بمبار کړ، چې له امله یې له کار او فعالیت نه غورځول شوی او د طبي کدرونو دوه کسان پکی ټپیان شوي دي.
همدا راز د سوریی رژیم الوتکو او هلیکوپترو مرکزي زندان هم په نښه کړ او هم یې د معرة النعمان بازارونه تر خپل بمبار لاندی راوستل چی په نتیجه کې یې یو ماشوم او یوه زړه میرمن ټپیان شول، همدا راز یې د خان شیخون، بنش، سراقب او یو شمیر نورو بازارونو باندی هم بمبارۍ وکړې.
په الحماة سیمه کې الجیش السوري الحر اعلان وکړ چې د رژیم یو هلیکوپتر یې په حمام سیمه کې نسکور کړی او هم یې د رژیم د ځواکونو نږدی لس سرتیري د حماة العسکري په هوایي ډګر کې وژلي، او زیاته یې کړه چې یو ډیپو هم د غراد ډوله توغندیو هدف ګرځیدلی.
سیمه ییز فعالان وایی چې د حماة الشمالي په څنډو کې د حصرایا، المصاصنة، کفر زیتا، حلفایا، طیبة الامام او مورک ښارونو باندې هم هوایي بمبارۍ شوي دي.
فعالانو په تاکید سره وویل چې جنګې الوتکو پر هستوګن ځایونو او طبی ودانیو بمونه ورولي او لا هم دوام ورکوي، دا هغه بنسټونه دي چې په مختلفو ولایتونو کې پکې ولسي خلکو ته خدمات وړاندې کیږي. په داسی حال کې چې د ادلب ښار شمال ته د بنش په بازار کې فوځي روغتون هم نن د بمبار هدف وګرځید.
د دمشق له څنډو نه د الجزیرة خبریال وایې چې دوه ښاریان هغه مهال ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول چی د رژیم فوځی الوتکو د خان الشیخ په کمپ کی پر یوه مسجد بمونه وغورځول، خبریال زیاته کړه چې بمبارۍ نوموړی مسجد نیم ویجاړ کړی.
د ختیځ حلب له جګړو نه د الجزیرة خبریال خبر ورکړی چی الجیش السوري الحر د ترکي فوځ په ملاتړ ددغې سیمې پر مختلفو کلیو او ښارونو ولکه ټینګه کړې چې د ښار له شمالي دروازي سره یواځې دوه کلیو متره مسافه لري.


















