کابل ټکی کام ۲۴لړم/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له ارګه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د پلاوي له مشر سره لیدنه درلوده او غوښتنه یې ترې وکړه، تر څو د طالبانو مشر شیخ هبة الله په تور لست کې شامل کړي.
د ملګرو ملتونو د دغه پلاوي مشر (ګیرارد وان بوهیمن) ویلي دي، چې د غني پر دغه غوښتنه به غور وکړي.
غني دغه غوښتنه داسې مهال کوي، چې طالبانو څو ورځې وړاندې د المان په کونسلګرۍ او د بګرام پر هوايي اډ سخت ځپونکي بریدونه ترسره کړل.
نوموړي همدا راز د غني سره د خبرو پر مهال وویل، چې له افغان دولت سره به د سولې په بهیر کې او د هغو بانکي او پولي سیسټم په کنټرول کې مرسته وکړي، چې له لارې یې «ترهګر» تمویلیږي
غني وویل، چې د جرمني د اقتصاد له کبله «ترهګر» تمویلیږي او زیاته یې کړه، چې د «ترهګرو» د تمویل یوه سرچینه نشه یي توکي او بله یې په نا قانونه توګه د کانونو استخراج دي.
غني له بوهیمن څخه غوښتنه وکړه، تر څو د دغو لارو څخه د «ترهګرو» د تمویل مخه ونیسي او دوی یې په اړه د بین المللي خبرو غوښتونکي دي.
غني د خپلو غوښتنو په لړ کې دا هم وویل، چې د هغو هېوادونو په مقابل کې چې «ترهګر» تجهیزوي او هغوی ته امن ځایونه ورکوي، باید ښکاره موقف ونیول شي.


















