کابل ټکی کام ۲۵میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
په امريکا کې په يوې تازه ترسره شوې څېړنه کې ويل شوي دي، چې په راتلونکو څو کلونو کې به د سمندر د اوبو د سطحې لوړېدو له امله د دې هېواد نږدې ۴۰۰ ښارونه د ډوبېدو له ګواښ سره مخ شي.
«نېشنل اکاډمي آف ساينس جنرل» په خپله خپره کړې تازه څېړنه کې څرګنده کړې ده، چې د امريکا يو شمېر هېوادونه په راتلونکې کې د نړۍ له نقشې ورکېدای شي.
څېړنې زياته کړې ده، چې که په نړۍ کې د کاربن ډای اکسايډ د مخ په ډېرېدو خپراوي مخه ونه نيول شي، په ۲۰۵۰ز کې به د لويديځې انترکتيکا کنګل شوې واورې ويلې شي او د امريکا نږدې ۴۰۰ ښارونه به ډوب کړي.
د امريکا کالفورنيا، نيو يارک، لوزيانا او فلوريدا هغه ايالتونه په ګوته شوي دي، چې په دغه وخت کې تر ټولو ستر ګواښ ورته جوړ دی.


















