کابل ټکی کام ۲۵میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د هند جنوب لويديځ لور ته په اندرا پرديش ايالت کې نن د يوې ترافيکې پېښې له امله لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي دي او نږدې ۳۰ نور ټپيان دي.
هندي رسنيو د ځايي پوليسو له خولې ليکلي دي، چې د واده له مېلمنو ډک يو بس د دې ايالت په پراکسام سيمه کې له يوه تش بس سره ټکر وکړ، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله واوښته.
پوليس وايي، د پېښې ټپيان يې روغتونو ته لېږدولي دي او د ځینو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
پوليسو د پېښې لامل د چلوونکي بې احتياطي بللې ده، چې له پېښې وروسته په تېښته بريالی شوی دی.
د هغوی په وينا په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي او د چلوونکي د نيولو هڅې روانې دي.


















