غور: پولیس عسکر د واده ناوې تښتولې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۶) زرغون خوږیاڼی
په غور ولایت کې د واده کورنۍ له لس غړیو له مسمومیدو وروسته پولیس عسکر د واده ناوې له ځانه سره نامعلوم لوري ته تښتولې ده.
د غور ولایت چارواکو ویلي دي، چې نن ۲ بجې د واده ناوې د خپلې کورنۍ غړي د غذايي خوړو په واسطه مسموم کړي او ناوې د یو پولیس عسکر سره تښتیدلې ده.
د غور ولایت امنیه قومندان غلام مصطفی محسني رسنیو ته پيښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې ددې کورنۍ ناوې د یوه پولیس عسکر سره چې په هرات ولایت کې یې دنده اجرا کوله او اوس مهال غور ته د رخصتۍ تیرولو لپاره راغلی و، تښتیدلې ده.
محسني زیاتوي چې د یاد پولیس په اړه پلټنې پیل شوي دي.
امنیه قومندان د یادې پيښې لامل ددې کورنۍ ترمنځ خپل منځي تاو تریخوالی بولي.
د غور ولایت د عامه روغتون مسوول عبدالقادر غزیزي ویلي دي، چې په مسموم شویو کې ۵ میرمنې، ۱ نارینه او ۴ ماشومان شامل دي چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دده په وینا مسموم شوي کسان ټول د یوه فامیل غړي دي چې اوس یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.



