د جومات غل

عرفان خوږیاڼي

کله به چې پاچا يواځې شوو؛ نو د خپلې پیغلې لور لپاره به یې د یو د ښایسته ځوان په اړه سوچ کوه چې، خپله لور ورته واده کړي.
يوه شپه په همدې سوچ کې وو، نيمه شپه يې وزير راوغوښت او ورته يې وویل:” ښار ته ووځه، که دې داسې ځوان پيدا کړ چې، په دې نيمه شپه له خوب څخه اوچت شوی وي او د خدای حضور ته په لمانځه ولاړ وي، دلته یې راوله “
په همدې شپه غل هم د غلا په نيت راوتلی وو، ګوري چې د جومات دروازه قلف ده؛ نو د کوم قېمتي شي په لټه جومات ته په دېوال ورواوښته.
غل په جومات کې لاس وهل پیل کړل، پردې او کړکۍ يې يوه بله خوا کولې چې د دروازې د ځنځير شړنګ يې تر غوږ شو.
غل وارخطا شو او حيران ودرېده، هيڅ چاره نه وه، ژر یې په زړه کې يو څه تېر شول.
وزیر له عسکرو سره جومات ته ورننوت، ګوري چې په جومات کې د بندو دروازو تر شا یو تن اللهﷻ ته په عبادت او عاجزۍ ولاړ دی.
وزیر خپلو ملګرو ته مخ کړ، ورو يې وویل”له لمانځه سره د ډېرې مينې له امله، ښایي پر دېوال جومات ته اوښتی وي “
غل له ډېرې وېرې مسلسل نيتونه تړي او سلام ګرځوي، چې دوه رکاته یې خلاص شي، بیا دستي پورته شي، نیت وتړي.
لمونځونه یې بېخي ډیر شول، وزیر نور ستړی شو، عسکرو ته یې وویل:”څنګه چې یې سلام وګرځوه، سمدستي یې راپورته کړئ او د نور لمانځه اجازه مه ورکوئ .“
همداسې یې وکړل، ځوان یې په نيمه شپه د پاچا دربار ته ورسوه.
وزیر د ځوان د لمانځه، ټول د سترګو لیدلی حال پاچا ته بيان کړ.
پاچا چې د وزير خبرې واورېدې، بې دريغه يې تر ځوان غېږ تاوه کړه او په خندا خندا یې داسې وویل”ښایي ته هماغه څوک یې چې زه يې له مودو مودو په اړه سوچونه کوم، ښايي زما د هماغه خوبونو تعبير ته يې… زه په تا غوندې ایماندار ځوان پسې ګرځېدم چې، خپله ګرانه لور ورته په نکاح کړم او زما تر مړينې وروسته پر تخت پاتې شي“!
ځوان چوپ ولاړ وو، څه چې يې اورېدل، باور يې نه کېده.
سر یې له خجالته ځوړند کړ، له ځانه وشرمېده، د وجدان پر صحرا يې يواځې دا چيغه اورېده

”ربه! زه دې په هغه لمانځه پاچا او د ښځې خاوند کړم چې، د خلکو له وېرې پرې ولاړ وم؛ نو په هغه لمانځه به کوم مقام ورکوې چې يواځې ستا له ډاره کېږي!؟ “

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button