د ترکیې ولسمشر اردوغان پاکستان ته رسیدلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۷ ) زرغون خوږیاڼی
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان هېواد د راولپنډۍ په هوايي ډګر کې ښکته شو، چې ددې هېواد ولسمشر نواز شریف یې تود هرکلی وکړ.
ویل کیږي چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي، د صوبو وزیران او یو شمیر دیپلوماتان هم د اردوغان ښه راغلاست لپاره د راولپنډۍ هوايي ډګر ته ورغلي وو.
د ترکیې ولسمشر اردوغان سره په دې سفر کې د ترک هیواد وزیران او ځینې لوی سوداګر هم شامل دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د شپې ناوخته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان رئيس جمهور ممنون حسین سره لیدنه وکړه.
اردوغان به د صدر اعظم نواز شریف سره هم لیدنه وکړي او د دواړو هیوادونو د اړیکو لا زیات ښه والي په اړه او د سیمې په حالاتو به بحث وکړي.
ویل کيږي چې ترکي ولسمشر اردوغان به نن د پهجشنبې په ورځ د پاکستان پارلمان ته هم وینا وکړي. د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په دغه غونډه کې له ګډون څخه انکار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ پاکستان د پاک ترک ښوونځیو کارکوونکو ته له دغه هېواد څخه په درې ورځو کې د وتلو امر کړی او ددوی ویزې یې ختمې کړي دي، چې په دغه ښوونځیو د فتح الله ګولن د مرستې تور پورې کیږي.
د فتح الله ګولن له ناکامې کودتا وروسته پاکستان د پاک تر ک تعلیمي ادارو کارکوونکو په اړه دا پریکړه کوي او د ترکیې ولمشر یاد هیواد ته له کودتا وروسته دا لومړنی سفر دی.



