دا څه حال دی؟!

قاري خالد
د هیواد په هر ولایت کې د اختطافچیانو بانډونه سرګرم دي، په خلاص مټ لګیا دي له هره واټه انسانان تښتوي او په بدله کې د تښتول شویو له کورنیو په میلیاردونو پیسې غواړي.
اختطافچیان یو نفر دوه نه دي، بلکې یو اوږد ځنځیر دی چې د هیواد په هر ښار او هره برخه کې منظم ګروپونه لري، تر شاه یې قوي لاسونه دي او د نظام د رأس خلک یې ملاتړي دي.
د اباسین ماشوم د قاتلینو له ډلې یو یې په ارګ کې دنده درلوده، د هیواد مشر ترڅنګ به ولاړ و او د فراهي ماشوم په اختطاف کې هم د ملي امنیت کارمندان شامل دي.
د ملي امنیت ریاست چې تر دې مخته یې هم په بازارونو کې ږیروَر او په اسلامي لباس ملبوس ځوانان نیولي او بیا یې د پیسو پر بدل ایله کړي؛ اوس یې دا کانې شروع کړي.
د ملي امنیت وحشي او بدنام ریاست د هر اختطافګر سره لاره لري، ټول هغه نفر چې اختطافګران یې نښه کوي د ملي امنیت د تورو ښېښو په موټرانو کې د ښارونو له منځه ویستل کېږي او بیا د اختطافچیانو منګولو ته سپارل کېږي.
دا هغه لومړني معلومات دي چې د تښتول سویو له کورنیو اورېدل کېږي؛ که په لوړه کچه څېړنې وکړای سي، طبعي ده چې ددوی تر شاه هم غوښن لاسونه وجود لري ځکه یې پر اړه جدي ګامونه نه اخیستلی کېږي.
په ټوله کې ددې نظام هر چارواکی په یوه نه یوه ډول، پر غیرقانوني دندو کې لتاړ دي. څوک د شرابو تجارتونه کوي، څوک په انساني قاچاقو کې ککړ دي، څوک د مځکو په غصب اخته دي، څوک د حکومت او ملت شتمنیو ته تمبه دي بېخرته یې چور کوي، څوک د تور بازار کاروباریان دي او څوک یې د کابل بانک څخه له کاره لوېدلې پیسې په نیمایي بیه رانیسي او بیا ځل یې بازارونو ته عرضه کوي.
اوس که د اختطافچیانو د اعدام غوښتنه زور اخلي؛ اړینه ده چې د نظام د رأس خلک له یوه مخه په دار وځړوَل سي او داسې کېدل ممکن نه دي.
پښتانه متل کوي چې لانجه دې د قاضي سره سي، فیصله به پر چا کوې؟
دمګړۍ ددې ملت لانجه له قاضي سره ده، د ټولو نادودو مرتکبین ددې نظام د رأس خلک دي.
په زنا کې دوی لتاړ دي، د لواط غوښتنه دوی کوي، رشوت دوی اخلي، په اختطاف کې ددوی لاس دی، په ښوونځي کې ددوی اربکیان له هلکانو جامې باسي، له ښځینه ښوونځیو ددوی عسکر نجونې پورته کوي، او په ډمخانو او قمارخانو کې ددوی قومندانان او ټوپکسالاران ناست دي.
اوس ګیله له چا وچا ته وکړو؟
که له یو چا سره جنسي تېرۍ وسي، چې پلټنه یې وکړې د وکیل صیب ځوی به تېرۍ کړی وي، یو څوک په ډک بازار کې د یو چا له لورې بې آبه سي او ټول خلک چوپ ولاړ وي.
چې ږغ وکړې چې یه خلکه را مخ ته سئ؛ ځواب به یې دا وي چې دا د فلانکي خان صاحب! ځوی دی، پام چې حرکت ونکړې
ښه نو دا ملت به اخر څه کوي؟
په قندهار کې یوه خور وډبوَل سوه، عفت یې تالا سو، کور یې چور سو.
بلها نعرې یې ووهلې، له هرې خوا مایوسه سوه، طالبانو یې فریاد واورېد او مرتکب یې د ښار په منځ کې تڼۍ ـ تڼۍ واچاوه.
په ننګرهار کې یوې ښځې له دې امله له مېړه طلاق وغوښت چې مېړه یې له نورو نجونو سره ناوړه تارونه اچولې ول، مېړه یې انکار وکړ.
ښځه قضاء ته ولاړه، د قضاء سپین ږیري قاضي له همدې مظلومې ښځې د پرېکړې پر بدل د زنا طلب وکړ!.
دا ښځه وایي چې چاته عارضه سوې یم، د زنا طلب یې را ځینې کړی؛ مجبوره سوم د طالبانو محکمې ته ولاړم.
چې خبره اوږده نسي لنډه به یې راونغاړم.
په دې اداره کې داسې څوک نسته چې ددې ملت مال ـ هال ته غل نه وي، که یې شاه لید وپلټئ له مشره تر کشره ددې ملت چور ـ تالان ته له خارجه راوستل سوي او هغه څوک چې له دې ځایه ورسره ملګري سوي د ‘ ملا مړ مال یې تالا’ په نیت ورغلي.
که مونږ له دې ناخوالو ځان ویستل غواړو، له یو مخیز او سرتاسري پاڅون پرته بله لاره نسته، دلته رمه لیوانو ته سپارل سوې، د ځان ژغورل ترې خورا چالاکي، مهارت او بیړه غواړي.
ترڅو چې د لیوانو له واکمنۍ ځان خلاص نکړو تر هغې به مو مال او هال په خطر کې وي او هره ورځ به د یوې نوې نادودې دردونکي خبرونه اورو.
د سوکاله، خوشحاله او اسلامي افغانستان پر هیله
