ليکوال او د سياسي چارو کارپوه نظر محمد مطمئن له څلور ساعته بند وروسته خوشې شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲) الماس خدرخیل
نوموړی تېره ماښام د افغانستان د ملی امنيت ادارې له خوا د کابل قمبر څلور لارې سره له موټره ښکته کړی شو او نامعلوم لورې ته يوړل شو.
د نظر محمد مطئن نيول کېدلو په ټولنيزو شبکو کې د يو شمير فعالانو سخت غبرګونه راوپارول او د نوموړي نيول کېدل يې د بيان د ازادۍ خلاف کار وبللو.
همداراز ځينې مدني فعالانو له حکومته غوښتنه وکړه که نوموړی خوشې نه کړي نو دوی به ستر لاريونونه ترسره کړي.
له خوشې کېدلو وروسته نظر محمد مطمئن په خپله فسبوک پاڼه وليکل: ((زه داسي هم پوه شوم چې کله کله به دا ډول نیول کیدل د شخصیت وژنې او شخص ته د تنبیه ورکولو په موخه هم کیږي)).
نوموړی ليکي: ((د خپل یوه مشر دوست د رنځ پوښتنې ته ورغلی وم، د ماشام ۶بجې وي، د کوڅې څخه د وتلو په وخت کې زموږ د موټر لاره امنیتې کسانو بنده کړه،په بیړه یې زموږ شاوخوا ونیوله او له موټر څخه یې کښته کړو، ورته مې وویل چې تیروتنه به مو کړي وي، کیدای شي چې تاسي د کوم بل چا نیولو ته استول شوې یاست. ډیر ژر یې لاسونه شاته راوتړل، ویل یې د سیمې امنیتي کسان راسره دي، موخه تاسي یاست، پر سر یې توره خولۍ راواغوستله، غوږونه او سترکې یې هم راته د ځانګړو الاتو په وسیله وتړل)).
بايد وويل شي، چې د نظر محمد مطمئن وراره محمد اعظیم چې له ده سره يو ځای نيول شوی و، لا هم د ملي امنيت ادارې سره په بند کې پروت دی.
له دې مخکې ليکوال او شنونکی محمد حسن حقيار هم د ملي امنيت ادارې له خوا نيول شوی و، چې وروسته په دې شرط راخوشې شو چې نور به له تليويزون يا راډيو سره بحثونو کې برخه نه اخلي.



