اندونيشيا: سختې زلزلې ۹۷ کسان وژلي له سلو زيات ژوبل دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۱۷) الماس خدرخېل

نن چهارشنبه د اندونيشیا په اچي ولايت کې سخته زلزله شوې، چې پکې لږ تر لږه ۹۷ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

چارواکي وايي، چې د سوماترای ولايت په پيډي جايه سيمه کې سلګونه خلک ټپيان دي چې بېړنۍ مرستې ورسره نه دي شوي.

د «CNN» تلویزیون په وینا، چې يواځې په پيډي ياوا ولسوالۍ کې ۹۷ تنه وژل شوي، چې دغه ولسوالۍ د زلزلې له مرکزه ۱۸ کيلو متره لرې پرته ده.

د چارواکو په وينا د زلزلې د سختو ټکانونو له امله لسګونه ودانۍ، کورونه، دوکانونه رالوېدلي، چې له ځمکې سره اوار شوي دي.

د ژغورنې ټيم، پوليس د زلزلې ځای ته رسيدلي ترڅو ټپي شوي کسان روغتونونو ته ولېږي.

د زلزلې او هوا پيژندنې ادارو ويلي، چې زلزله د ريښتر په کچه ۶.۴ درجې ۱۷ کيلو متره لاندې په بحر کې شوې.

دوی وايي، چې د سونامي ويره نشته، خو د دې خطر شته چې د وژل شويو او ټپيانو شمير له دې هم زیات شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button