(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۹) زرغون خوږیاڼی
د روښنايي غوځنګ “جنبش روشنايي” چارواکو او ځينو غړیو د بریښنا بیلونه وسوځول او په خپلو پلویانو یې غږ وکړ، چې د برېښنا بیلونو او نورو مالیې ورکولو څخه ډډه وکړي.
تیره ورځ روښنايي غورځنګ ٢٠٠ کسانو په کابل کې د مزاري څلي ترڅنګ لاریون ترسره کړ، چې لاریون کوونکو د “نور د برېښنا پيسې نه ورکوو” او “له دې وروسته به د خپلې برېښنا بېلونه تحويل نه کړو.” شعارونه ورکول.
روښنايي غورځنګ چې له ترکمنستان څخه د سالنګ له لارې د ٥٠٠ کيلو ولټه برېښنايي لیکي پر ځاى د باميانو له لارې د بریښنا لیکو غځولو غوښتنه کوي، دوی تر اوسه پورې څو ځلې د خپلې غوښتنې د عملي کولو لپاره لاريونونه کړي دي.
د يادو لاریونونو له ډلې يې يو چې د روان کال د زمري مياشتې په دويمه نېټه ترسره شو، چې په کې یو لړ چاودنې ترسره شوې او له امله يې ٨٥ کسان ووژل شول او له ٢٥٠ نور ټپيان شول.
یاد غورځنګ د لاريون په پايله کې په يوه پرېکړه ليک کې له خپلو پلویانو وغوښتل، څو باميانو ته د برېښنا مزي د بدلون لپاره پر حکومت د فشار واردولو لپاره خپل برېښنايي لګښتونه ورنکړي.
د ياد پرېکړه ليک په يوه برخه کې راغلي: حکومت له خلکو د مالياتو راټولو وړ نه دى نو له دې امله بايد د برېښنا د لګښتونو له ورکړې ډډه وشي.”
بلخوا حکومت پخوا دوی ته ویلي وو، چې یاده پریکړه د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ترسره شوې، چې د ترکمنستان د بريښنا مزي به د سالنګ له لارې کال او د هیواد نورو ۱۰ ولایتونو ته وغځول شي، ددوی په وینا که دا مسیر بدل شي نو په سوونو میلیونه ډالر اضافي لګښت پرې راځي او هم په یاده پروژه ۳ کاله نور وخت لګیږي.
حکومت د روښنايي غورځنګ ته پخوا ویلي وو، چې بامیانو ته به د پلخمري له لارې د بریښنا نور لینونه وغځوي، چې د ۳۰۰ میګا واټه بریښنا د لیږد وړتیا لري.
د بریښنا ریاست په وینا د هیواد په لویو ښارونو، کابل، ننګرهار، نیمروز او ځیني نورو ولایتونو کې چارواکي د بریښنا بیلونه ته ورکوي چې له امله یې لوړپوړي چارواکي په میلیونونو افغانۍ پوروړي شوي دي.
تېره ورځ د نیمروز ولایت د بريښنا امر عبدالباري لطیفي ویلي وو، چې د دې ولایت مرکز زرنج چارواکي او اوسیدونکي د بریښنا د بیل له پلوه نږدې یو نیم «۱،۵» میلیون افغانۍ پوروړي شوي دي.

















