(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۹) زرغون خوږیاڼی
د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر په یو نا اعلان کړي سفر نن افغانستان ته راورسید.
ویل کیږي چې اشتون کارتر به په افغانستان کې میشت امریکايي عسکرو سره په بګرام هوايي اډه کې وګوري او همدارنګه د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني سره هم لیدنه وکړي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، اشتون کارتر په داسې مهال کې افغانستان ته سفر کوي، چې د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې وزارت لپاره جیمز ماټيس ټاکلی، چې په لیوني سپي سره مشهور دی، ټرمپ به د امریکا په خارجي سیاست کې یو لړ بدلونونه راولي.
د رویټرزد وينا له مخې، کیدای شي په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو سره د خبرو اترو اصلي موخه یې د طالبانو له خوا د حملو د نوي پړاو په اړه خبرې وي.
کارتر په افغانستان کې د خپلو امریکايي اوناټو ځواکونو څخه پداسې حال کې لیدنه کوي، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر اوباما په خپله صدارتي وینا کې وویل، چې امریکا نه شي کولی طالبانو ته ماتې ورکړي.
بلخوا د «CNN» تلویزیون ویلي، چې کارتر په افغانستان کې د امریکا د پنځلس کلنې جګړې په اړه پوښتنو ته کابل ته په داسې حال کې تللی، چې د اوباما واکمني په ختمیدو ده.

















