(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۰) الماس خدرخیل
په بلغاريا کې افغان پناه غوښتونکي وايي، چې ارمنلي کمپ د يو زندان په څېر دی.
په نوموړي کمپ کې افغان پناه غوښتونکو له چارواکو غوښتي چې د دوی ستونزې هوارې کړي، د دوی په وينا که يې ستونزې هوارې نه شي نو په غذايي اعتصاب به لاس پورې کړي.
د نوموړي کمپ يوه پناه غوښتونکې افغانه انجلۍ ايدا خاموش چې له درې مياشتو څخه په ياد کمپ کې شپې سبا کوي وايي، چې دغه کمپ ورته په يوه زندان بدل شوی دی.
یاده انجلۍ ازادۍ راډيو ته په خپلو خبرو کې وويل : ((درمل نشته، که څوک ناروغه شي دباندې تګ ته اجازه نه لري چې درمل واخلي، له بانکه پیسې نه شو اخیستلی ځکه چې په کمپ کې یو، ماشومان شکبره کېږي او وايي چې موږ څه ګناه کړې ده؟ د پولیسو ناڅاپي او بې خبره راتګ کوم کسان په ناروغانو او امیندوارو ښځو ډېر منفي تاثیر کوي)).
يو بل تن چې په ياد کمپ کې يې د پوليسو له ورتګه شکايت درلود زياته کړه: تمه یې نه درلوده اروپا ته د رسېدو لپاره د ۳۵ زره یورو په مصرف سره سره له دومره ناوړه حالت سره مخ شي.
د بلغاريا چارواکي وايي، چې د افغان پناه غوښتونکو د ايستلو پرېکړه کې ځکه کړې چې دوی په نوموړي کمپ کې له پوليسو سره شخړه کړې، چې څو تنه پوليس پکې ژوبل شول او د بلغاريا هېواد ملي بيرغ ته يې اور اچولی دی.
چارواکي وايي، چې دغه کمپ يې په دې خاطر تړلی چې زياتره پناه غوښتونکي په جلدي ناروغۍ اخته و او د نور سرايت له وجهې يې دغه کمپ وتړلو.
د ورکړل شويو ريپوټونو له مخې په دغه کمپ کې د افغانانو په ګډون شاوخوا درې زره افغان پناه غوښتونکي اوسېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو او بېرته ستندېدونکو چارو وزارت وايي: چې دوی په هغه هېواد کې د پناه غوښتونکو افغانانو له بد حالت نه هيڅ خبر نه لري او نه هم د دوی د شمير په اړه معلومات لري.
خو دغې ادارې ويلي، چې تېر کال له افغانستانه اروپايي هېوادونو کې دوه نيم لکه افغان پناه غوښتونکو د پناه اخيستلو غوښتنه کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد وايي چې په بلغاريا کې پناه غوښتونکي دوه انتخابه لري یا باید په بلغاریا کې پناه وغواړي یا هم بېرته خپل وطن ته ستانه شي، خوډېری پناه غوښتونکي نه بلغاریا غواړي نه وطن.دوی وايي چې غواړي د اروپا نورو هېوادونو جرمني، فرانسې یا بلجیم ته ورشي خو داسې ښکاري چې دا غوښتنه یې ډېره د منلو نه ده.


















