جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

احمد ایشچي: دوستم پر ما د جنسي تیري هڅه وکړه او بربنډ انځورونه یې رانه واخیستل

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 13, 2016
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
16
ځلې شریک شوی
205
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۳) زرغون خوږیاڼی

د جنبش غړي او د جوزجان پخواني والي احمد ایشچې ویلي، چې دوستم پر ما د جنسي تیري هڅه وکړه او خپلو ساتونکو ته یې پر ما د جنسي تیري امر وکړ او بربنډ انځورونه یې رانه واخیستل.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

احمد ایشچي، چې نږدې یوه میاشت وړاندې د دوستم لخوا برمته شوی و په تازه څرګندونو کې ویلي، چې رشید دوستم لومړی زه خپل کور ته بوتلم او و یې وډبولم، وروسته یې جامې رانه پدې خاطر وویستلې څو ښکاره کړي چې جنسي تیری پرې شوی دی« راته یې وویل لومړی به زه درسره لواطت وکړم».

ښاغلي ایشچي له طلوع تلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې دوستم زه پر ځمکه وغورځولم او زما پر ستوني یې پښه کیښوده، ښکنځلې او سپکاوی یې راته وکړ.

ایشچي په خپلو خبرو کې وايي، «دوه تنو زه له لاسونو ونیولم او دوه تنو نورو له پښو ونیولم، پښې يې راباندې قاط کړې، لږ تر لږه لس دقیقې کش مکش وشو او د جنسي تیري کوښښ یې کولو، درې ځلې یې نږدې تماس ونیولو او انځورونه یې واخیستل، تر څو سند وي چې هر وخت یې له امر نه سرغړونه کوله یاد انځورونه به ورته ښودل کیږي.

«وروسته یې ستار ته غږ کړ، چې د خپلو لسو تنو ملګرو سره په ده باندې جنسي تیری وکړئ تر څو مقعد یې څیري شي او وینه ترې تویه شي، له وینې یې انځورونه واخلئ او بیا یې ماته وښایۍ».

احمد ایشچي وايي، «وروسته خپله دوستم راغی او زه یې وغورځولم، لاسونه او پښې مې تړلي وو، نو د غوځيدلو پر وخت زما خوله او پوزه په کاشي ولګیدلې، دا کار یې اووه یا اته ځل تکرار کړ، وروسته مې ناڅاپي یو درد حس کړ او غیر ارادي چیغه مې ووهله په همدې وخت کې دوی زه د کلاشینکوف په میل د مقعد سره نږدې وهلی وم او مقعد مې څیرې شوی و، دده په وینا داسې یې ښکاروله چې جنسي تیری راباندې شوی وي او انځورونه یې واخیستل».

ایشچي رسنیو ته ویلي، چې رشید دوستم ۵ ورځې په خپل کور کې بربنډ ساتلی وم.

نوموړی له ولسمشر او د بشري حقوقو له سازمانونو غوښتي دي، چې دده د بشي حقوقو دفاع وکړي، نوموړی وايي که دوستم پر ما د کوم جرم دلیل لري نو مهرباني دې وکړي ودې وايي، غیر له دې پر ما حق نه لري.

په همدې حال کې د اروپا اتحادیه، امریکا ، استرالیا، برطانیه او کاناډا سفارتونو د خبرپاڼو په نشرولو کې د رسمي پلټنو غوښتنه کړې ده، چې د ښاغلي احمد ایشچي په اړه د بشري حقوقو له سرغړونې او په دوستم د لګیدلیو تورونو په اړه دې بې طرفه، عادلانه او شفافه پلټنه وشي.

د امریکايي سفارت لخوا په نشر شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ولسمشر لومړي مرستیال رشید دوستم لخوا د احمد ایشچي په حق کې سرغړونې او بد سلوک د اندیښنې وړ دی.

دوی د افغانستان له حکومت څخه غوښتي دي چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي او امریکا ددې پلټنو هرکلی کوي.

همدارنګه د رشید دوستم مطبوعاتي دفتر د ایشچي یادې ادعاوې رد کړي دي او دا یې د یو شمیر نامعلومو کړیو تخریبوونکي تورونه بللي دي، دوی د ځينو ادارو اوسازمانونو( په افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو) د خبرپاڼو په اړه خوشینې څرګنده کړې ده.

لوی ټکي: احمد ایشچيبربنډبندجنسي تیریدوستم
مخکینې مطلب

مسلمانان د خپل عمل سزاء ګالي

بل مطلب

حلب د اور په لمبو کې

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com