جواد څارګر
په ډېر تأسف سره باید ووایم چې د سوریې هغه ښار چې مجاهدینو د بشارالاسد له حکومته نیولی و، نن ورځ سقوط شو.
د العربیه تلویزون له مخې د حلب په ښار کې تر دې دمه، له دریو سوو زیات زنانه او ماشومان شهیدان شوي او د شیعه ملېشو له لورې دسني مسلمانانو د شهادت لړۍ په تېزۍ سره روانه ده.
په داسې حال کې چې د حلب بېوسه مسلمانان له پرونه راهیسې کلابند ول، ټوله نړۍ پرې خبره وه چې حلب د بیلري او ټني بمونو لمبو پر سر اخیستی، د بشر نړیواله اداره، بین الملل او اړوند ادارې ټولې د حلب په ناورین ځکه خاموشه وې چې په حلب کې د مسلمانانو جسدونه په اورونو لولپه او د بیلري بمونه په بمبارد تسمه ـ تسمه کېدل.
ګیله له بله نکړو، ګیله له خپله کړو؛ بین الملل او هیومن رائټس یو مخ کفري اداري دي او موخه یې پر اسلامي نړۍ د کفري نړۍ راجداري قایمه او دایمه ساتل دي.
په حلب اورونه بل دي، د سعودي شاهان د جدې او ریاض په ښارونو کې په شراب او کباب لګیا دي او لا په دې سوچونو کې اخته دي، چې څنګه کولای شي د لبنان، سوریې، فلسطین او مصر ښایسته نجونې تر خپلو عالیشانه قصرونه راورسوي.
د اماراتو، کویت، عُمان، بحرین او قطر واکمن په دې هڅو لګیا دي، چې څنګه خپلو رنډۍ خانو ته حسینې او نازنېنې پېغلې سوق کړي او د دلالۍ بازار تود وساتي.
مصر د کُفارو چوپړ وهي، لبنان یې شېدې څښي، لیبیا پخپل غم اخته ده، سوډان له لوږې مري او پاکستان د ایمان او وجدان پر بدل د کُفر ځېرې ته کومی واز نیولی.
د مستعمره دولتونو واکمنان د خپل ځان واک نلري، تش روبوټونه دي او ریموټونه یې دغربیانو په لاسونو کې دي.
په حلب کې کلابندو مسلمانانو د اسلامي نړۍ له علماو د خپلو پېغلو لوڼو د وژلو فتواوې وغوښتې، یوې محصورې خورکۍ په خپله پاڼه ولیکل؛ اې د نړۍ مشایخو او علماؤ: «زه ددې لامله ځانوژنه کوم چې زما په مسلمان بدن د شیعه کافرو ناپاک او نامسلمانه لاسونه ونه لګېږي، زما په اړه د جهنم فتوا مه ورکوئ بلکې د جنت او جهنم په اړه زما فیصله زما خدای ته پرېږدئ».
آه ـ آه لا به هم زړونه نه چوي؟ لا هم موږ له نړۍ د ترحم او عاطفې تمه لرو؟ لا هم د جهاد د فرضیت پر اړه د ډالري او درباري ملایانو فتواو ته انتظار یو؟
داسې کوم واکمن وینئ چې د مسلمانانو د حقوقو لپاره غږ پورته کړي؟
هغه چې د اسرائیلو پر اور یې د بشریت ژغورنې بلند او بالا دعوې کولې، د حلب په ړندو او وحشیانه بمباریو ولې چوپ دي؟
مسلمان امت له محکومیته د وتلو لپاره له جهاد پرته بله لاره نلري، سیدنا عمر فاروق رضي الله عنه فرمایلي دي؛ الله تعالی په دې کتاب یعنې قرآن سره قومونه پورته کړي او ځینې یې ښکته غورځولي.
یعنې کومو مسلمانانو چې په دې قرآن منګولې ښخې کړي، الله عزوجل ترقي ورکړې او کومو چې ورته شاه اړولې، هغه یې ذلیل کړي.
زموږ د عظمت لوړ منارونه هغه مهال یو پر بل پسې ونړېدل، له کله راهیسې چې موږ الهي امر (جهاد) ته شاه کړې، او جهاد مو د خودغرضه او وجدان پلورو سیاسیونو د بېهوده تاویلاتو له امله ترک کړی.
جهاد مو لوبه بللې، قتل ـ قتال مو بللی او مجاهدین مو د پردیو د ګټو کرایه کښ جنګیالي بللي.
که همدا نن مو د غربي نړۍ د اسارت څخه د خلاصون لپاره، په پاک نیت جهاد ته مخه کړه، ډاډ درکوم چې بریا او د خدای ج نصرت مو برخه ده.
درځئ سره له نن څخه کلک عزم وکړو او د غرب له روبوټ واکمنانو څخه د مسلح مقاومت پر مټ ځانونه او ولسونه ازاد کړو، ګنۍ د حلب د سرنوشت سره مو یوه ورځ مخ کېدل حتمي دي.
د خوشحاله او سوکاله اسلامي نړۍ په هیله















