مصري چارواکو د اسامه زوی عمر بن لادن دغه هیواد ته له ننوتلو منع کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۹) زرغون خوږیاڼی
د مصر امنیتي سرچینو العربیة نټ ته وویل، چی د بن لادن د ځوی «عمر» نوم په ممنوع الدخول لیست کې لیکل شوی او لامل یي امنیتی ستونځي دي، ځکه چی هغه د هغو شخصیتونو له جملی نه دی چی په ښه نظر ورته نه کتل کیږي او نه څوک دا ښه ګڼي چی د دغه هیواد خاورې ته ننوځي.
د سرچینې په وینا، هغه د تیرې جمعې په شپه ناوخته د قاهری نړیوال هوایي ډګر ته د مصر للطیران شرکت په الوتکه کې چې د قطر دوحې ته په ۹۴۰ نمبر الوتنه کې راغلې و، ورسیدو نو سملاسي هغه ته اطلاع ورکړل شوه چې هغه ممنوع الدخول دی، او په دې کې خوښمن وګرځول شو چې آیا بیرته قطر ته ګرځي او که نه کوم بل هیواد ته سفر کول غواړي؟
سرچینه زیاتوي، چی د بن لادن دغه زوی د ترکیې الوتکې په واسطه استانبول ته په ۶۹۳ نمبر الوتنه کې بیرته سفر کړای شو، سرچینه دې ته اشاره کوي چی هغه دا فیصله ومنله او بیرته همغی خواته په سفر شو چی خوښه یې وه.
عمر اسامه بن لادن او میرمن یې وایي، چی نوموړی د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو ته د سفر کولو نه منع کړای شوی دی او ځینو اروپایي هیوادونو ته هم له تلو منع کړای شوی دی، دلیل یې د دغو هیوادونو خوندیوالی ښودل شوی دی، ځکه چی کیدای شي بن لادن له افراطي ګوندونو او یا د القاعده له ځینو عناصرو سره چې پلار یې مشري کوله په تماس کې وي.
عمر د اسامه بن لادن ځوی دی د لومړنۍ میرمنی نجوی الغانم نه چی په کال ۱۹۸۱م کې زیږیدلی او د ۲۰ زامنو نه د القاعده تنظیم د پخوانی مشر څلورم زوی دی، اسپانیا هم د هغه سیاسي پناه غوښتنه مدرید نه انکار وکړ، دلیل یی دا و چی کیدای شي له تهدید سره مخ شو.
همدا راز برتانیا هم د عمر دغه هیواد ته له ننوتلو انکار کړی، سره له دې چی میرمن یې د همدغه هیواد تابیعت لري.
عمر د القاعده او خپل والد په اړه یو کتاب لیکلی، چې یوه ستره غوغا یې رامینځته کړې، ځینې په دې نظر دي چې دا لیکنه د القاعده پلوي کوي، او هغه څه تاییدوی چې پلار یې ترسره کړي؛ خو ځینو نورو بیا دا یوه مهمه سرچینه ګرځولې چې باید سړی ورنه معلومات تر لاسه کړي، چې په تنظیم کې څه روان دي.



