(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰)الماس خدرخېل
د خوست ولايت په صبريو او يعقوبيو ولسواليو کې تېره ورځ د ۳۰ بستريز روغتون د جوړلو چارې پيل شوې.
د دغه ولايت والي حکم خان حبيبي وويل، چې په ياد روغتون به ۶۵ ميليونه افغانۍ ولږول شي.
حکم خان حبيبي ازادۍ راډيو ته وويل: “دا دېرش بستریز روغتون به د اتلس میاشتو په موده کې تکمیل شي. زه هیله لرم چې د دې روغتون له بشپړېدو سره به د صبریو او یعقوبیو، ځاځي میدان، عليشیرو او ځینې نورو ولسوالیو د خلکو ستونزې حل شي.”
هغه زياته کړه، چې د دغه روغتون د مصارف د عامې روغتيا وزارت له خوا ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د خوست ولايتي شورا ښوښي څرګنده کړې او وايې، چې د داسې روغتونو جوړولو سره به د هېواد د لرې پرتو سيمو کې د ميندو او ماشومانو د مړينې پېښې کمې شي.
ځايي اوسېدونکي ښوښي ښکاره کوي او زياتوي چې د ډېرې وړې ناروغۍ د درملنۍ لپاره به يې هم تر لرې لرې سيمو روغتونونو ته مزلونه کول، دوی همداراز له چارواکو غوښتنه وکړه، چې روغتون ته د تداوۍ کولو وړ ډاکټران ور ولېږي.


















