پکتیا : د احمد اباد ولسوالۍ اربکیانو د دیني علومو زده کوونکی وژلی

کابل ټکی کام ۳۰لېندۍ/۱۳۹۵، حمزه عابد

د پکتیا ولایت د احمدآبا ولسوالۍ په یمتخېلو سیمه کې محلي پوليسو “اربکیانو” د یو كمین په ترڅ کې یو ځوان زدکړیال په ډزو سره شهید کړی دی.

نوموړی ځوان نورالله نومېده او تازه له زده کړو څخه کور ته راګرځېدلی وو.

نورالله د رود د سیدخېلو اوسیدونکی وو او سږکال یې د فراغت کال وو، خو د اربکیزم د ناولې پروژې له خوا یې د علمي ذوق نیمګړي ارمانونه د تل لپاره له خاورو سره خاورې شول .

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د نورالله مړی د ولسوالۍ پولیسو خپلې کورنۍ ته نه ورکاوو، خو د سیمه ییزو مشرانو په وساطت یې مړی کورنۍ ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده، د پکتیا په یاده ولسوالۍ کې دا لومړی ځل نه دی، چې په دیني زدکړیالانو بریدونه کیږي، تر دې وړاندې هم علما، محصلین او زدکړیالان د محلي اربکیانو له خوا په نښه کیږي . خو نه کابل مېشتو رسنیو او نه دولت د دغې پېښې په اړه څه ویلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button