طالبانو ویلي چې روس ته یې کوم پلاوي سفر نه دی کړی، دا د استخباراتي کړیو افواهات دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) زرغون خوږیاڼی
طالبانو ویلي چې روس ته یې کوم پلاوي سفر نه دی کړی، دوی دا د استخباراتي کړیو افواهات بللي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تیره ورځ وویل، چې د سیمې له هیوادونو سره د طالبانو لیدنې کتنې د فعالې دیپلوماسۍ ښکارندويي کوي، د نوموړي په وینا تر اوسه یې روس ته کوم پلاوي سفر نه دی کړی.
دوه ورځې وړاندې ځينو رسنیو خبر ورکړ، چې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پنځه کسیز پلاوی د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د روسي چارواکو په بلنه مسکو ته ورغلی او دغلته د روسي چارواکو سره په خبرو بوخت دي.
شاهین زیاتوي، چې عبدالسلام حنفي اوس هم دلته د قطر په دفتر کې دی او خپلې دفتري چارې پر مخ وړي.
سهیل شاهین دا د دښمن افواهات وبلل او په خبره یې دا د غرضي استخباراتي کړیو افواهات دي او هیڅ حقیقت نه لري.
له څو ورځو راهیسې په رسنیو کې خبرونه ورکول کیږي، چې طالبانو د سیمې له یو شمیر هیوادونو سره دیپلوماتیکي اړیکي نیولي دي او دوی له دې لارې غواړي چې ځان په سیمه کې د یو سیاسي ځواک په توګه څرګند کړي، خو سهیل شاهین ویلي، چې د ګاونډيو او د سیمې له هیوادونو سره اړیکې کوم ناروا عمل نه دی او دا د طالبانو په فعاله دیپلوماسۍ دلالت کوي.


