مکسيکو: په چاودنو کې ۲۹ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) الماس خدرخیل

د مکسيکو په مرکز ميکزيک کې د اور لوبو په يوه مارکيټ کې چاودنې لږ تر لږه ۲۹ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي دي.

ويل کېږي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې د دغه هېواد په ۴۰ کيلو مترۍ کې خلکو په يوه مارکيټ کې د رخصتۍ تېرولو لپاره د اورلوبې وسايل اخيستل.

د ( CNN) خبري اژانس داسې ويډيوګانې خپرې کړي، چې په سيمه کې د اور لوبې فضا ټوله لوګيو نيولې ده، یاده سرچینه وايي چې تر اوسه ۷۲ تنه ټپيان او ۲۹ مړي موندل شوي دي، دوی وايي دا سیمه د مکسیکو له مرکزي ښاره ۴۰ کیلومتره واټن لري.

ځايي چارواکي وايي چې په سوځیدلیو کې یو ماشومان هم شامل دي چې جسدونه یې ۹۰سلنه سوځيدلي دي، ددوی په وینا سیمې ته د اور وژونکې عمله رسیدلې او دغلته د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.

د اور لوبو د سامان الاتو همدا مارکیټ په ۲۰۰۵ میلادي کال کې چاودونو سوځولی وو.

په دغه هېواد کې د اورلوبې لوبه هر کال د رخصتيو په وخت کې ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button