(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۵) زرغون خوږیاڼی
وروسته له هغه چې اسرائیلو د پاکستاني پوځ سوریې ته په لیږلو پر پاکستان د اټومي حملې ګواښ وکړ، پاکستان هم په اسرائيلو د اټومې حملې خبر ورکړ.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د اسرائيلو د هغو خبرو په غبرګون کې د ورته برید ګواښ وکړ، چې د اسرائيلو دفاع وزیر موشي یعلون په یوه وینا کې وویل، که پاکستان سوریې ته د داعش په وړاندې د جګړې لپاره وسله وال پوځ ولیږي اسرائيل به پر پاکستان د اټومي برید وکړي.
وروسته له هغه پاکستان د اسرائيلو لخوا پر ایټمي برید تهدید شو، چې ددې هیواد د وسله وال پوځ سوریې ته د لیږلو په اړه خبرونه ورکړل شول.
سپوتونیک د العلام له قوله لیکلي، چې د پاکستان دفاع وزیر محمد اصف هم د اسرائيلو دفاع وزیریعلون ته د ورته برید ګواښ وکړ.
د پاکستان د دفاع وزیر له څرګندونو وروسته د اسرائيلو دفاع وزارت په خبرپاڼه کې په بیړه او چټکه توګه د یعلون څرګندونې بیرته واخیستې.
د برتانیا ډایلي میل ورځپاڼې بیا ویلي، چې محمد اصف د اسرائيلو د یوې بې اساسه خبرې په اساس، پر اسرائيلو د اټومي برید ګواښ وکړ.

















