روسیه: امریکا ته به جدي سرخوږی جوړ کړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۰) زرغون خوږیاڼی

وروسته له هغه چې امریکا د روسیې ۳۵ دیپلوماتان وشړل، روسیې هم د ورته غبرګونونو ګواښ وکړ او ویلي یې دي چې امریکاته به جدي سرخوږی جوړ کړي.

نن د امریکا ولسمشر اوباما د ټاکنو په بهیر کې د روسیې د لاسوهنې په غبرګون کې د روسیې د دوه دیپلوماتیک مرکزونو د تړلو او د ۳۵ روسي دیپلوماتانو  د وتلو امر وکړ .

 د کرملین د ماڼۍ  ویاند  دیمیتري پیسکوف ژمنه وکړه، چې د متقابل عمل د اصل له مخې؛ روسیه به په ورته برخو کې امریکا ته “جدي سرخوږی” جوړ کړي.

د روسیې  د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې مرستیال الکسي چیپا د اوباما لخوا د روسي دیپلوماتانو د شړولو  او دیپلوماتیکو مرکزونو د تړولو په اړه  وویل، چې  د اوباما اداره د زنکدن په حالت کې قرار لري او هر لورې ته  لاس او ښپې  اچوي.

الکسي چیپا زیاته کړه، چې د اوباما اداره مخکې له دې څخه چې واک ډونالډ ټرمپ ته وسپاري، د امریکا او روسیې تر منځ اړیکي خرابوي او غواړي چې خنډونه رامنځته کړي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دیمیتري پسکوف د نوو بندیزونو په اړه وویل، چې د امریکې دا ډول کړنې د کرکې په مانا دي او ددې ترڅنګ  دا ډول بندیزونه ناقانونه دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button