روسیه:
پرېكړه زموږ په لاس كې ده چې ګاونډي جګړه وغواړي كه سوله
کابل ټکی کام:
خو د پخواني شوري اتحاد دړې وړې کیدل د چا په لاس کې وو؟ لږ شرم او په خپل ګریوان کې فکر کول په کار دي.
اصلاح:
د هېواد په كچه په جرمي پېښو كې د اندېښنې وړ زياتوالى
کابل ټکی کام:
دا معلومه خبره ده چې په حکومت کې فساد او نا اهلي د جرمي پیښو د کچې د زیاتوالی سبب ګرځي.
ویسا:
نيمګړي غبرګونونه به څه پايلې ولري؟
کابل ټکی کام:
دغه یې پایلې دي چې جنرال دوستم د تیارسۍ په حالت کې پلازمینې ته ننوځي.
هیواد:
ترهګري د لويو ځواكونو د غلطو تګلارو زېږنده ستونزه ده
کابل ټکی کام:
بلکه د لویو ځواکونو د ظلم د انتهاء زیږنده ده.
آرمان ملی:
آيا حكومت او نظام شته؟
کابل ټکی کام:
هو! شته خو واګي یې د پریدو په لاس کې دي.
۸صبح:
افشاگری یک دیپلومات نارویژی از مداخلۀ پاکستان در گفتگوهای صلح افغانستان.
کابل ټکی کام:
مداخله گر شماره یک خود امریکا است، و به تعقیب اش کشورهای دیگر.
ګارډین:
سي آی اې په تخار کې د ملېشه وو له بدنامه قوماندانانو سره مرسته کوي
کابل ټکی کام:
سي آی ای د کرزي له راوستو نه تر ننه پوري له ټولو بدنامو کړیو سره مرستې کوي ځکه خو مو په هیواد کې آرامي نه راځي.
د ملي امنیت رئیس:
افغان حکومت په تبلیغاتي جګړه کې ناکام دی
کابل ټکی کام:
یواځې په تبلیغاتي جګړه کې نه بلکه په هر میدان کې ناکام دی. یواځې د ډالرو په چور کې کامیاب دی او بس.
شنونکي:
داعش او پراخ بهرني حضور روسیه او چین د افغانستان په چارو کې مداخلې ته اړ کړي.
کابل ټکی کام:
دا هم د فعلي حکومت د نهایت بې کفایتۍ له امله.
نادر فرهاد:
د بې ځایه شویو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی
کابل ټکی کام:
چاته یې وایې؟ حکومت لالا خو هم ړوند او هم کوڼ دی.
ویسا:
ډيورنډ كرښه او د اوبو مسأله
کابل ټکی کام:
د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د بې کفایتۍ هغه میراث دی چې په ناسور بدل شوی.
اصلاح:
د اسلامي امت د اېلولو يهودۍ نقشه
کابل ټکی کام:
دا ناکامې نسخې دي چې پر محمدي پیروانو کوم تاثیر نه لري.
خیبر خیبر یا یهود *** جیش محمد سوف یعود.
د مرغومي د شپږمې په ياد:
څلور لسيزې وروسته بيا هم د ويرونو او وحشتونو دوام ولې؟!
کابل ټکی کام:
د پخوانیو جهادی مشرانو د خپلمنځي شخړو او جګړو د نتیجې یو ښکاره ثبوت.
د جنرال دوستم- ايشچي لانجه او پر نظام يې اغېزې
کابل ټکی کام:
د دې لانجې نه د جنرال دوستم او ایشچي اصلي موخه دا ده چې باید فعلي نظام همجنسګرایۍ ته د امریکا د قانون په شان یوه لاره هواره کړل شي.

















