(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۰) زرغون خوږیاڼی
د تخار ولایتي شورا استازي وايي، چې په دې ولایت کې پولیس افسرانو ، د سیمې زورور او ځینو بانفوذه خلکو په یوې ۱۵ کلنې نجلۍ په پرلپسې توګه ډله ییز جنسي تیري کړي دي.
د تخار د ولایتي شورا غړی عصمت قرباني وايي، چې یو تعداد بانفوذه کسان، ځینې وسله وال کسان او ځینو پولیس افسرانو یوه ۱۵ کلنه نجلۍ له ځانه سره ساتلې وه او په پرلپسې توګه يې پرې جنسي تیري کړي دي.
د تخار د پولیسو امنیه قومندانۍ ویلي، چې یوه پنځلس کلنه نجلۍ چې اوس نیول شوې په سیمه کې ځینو بانفوذه، زورورو او وسله والو کسانو له ځانه سره د جنسي غلامې په توګه ساتلې وه او په پرلپسې توګه یې پرې ډله ییز جنسي تیري کول.
یادې نجلۍ ته یې د نارینه و لباس ور اغوستل او بیا به یې له ځانه سره ګروځوله.
د تخار امنیه قومندان نورمحمد حکیمي ازادۍ راډيو ته ویلي، چې ددې نجلۍ پوره هویت نه دی څرګند شوی؛ خو نجلۍ ځان د کندز ولایت اوسیدونکې معرفي کوي.
د حکیمي په وینا، دغه نجلۍ باندې ۹ کسانو ډله اییز جنسي تیري کړي او اوس د پولیسو په اختیار کې ده، نوموړي زیاته کړه، چې دغه نجلۍ ته تیري کوونکو له یوه ځای څخه بل ځای ته د لیږدول پر مهال د نارینه و لباس ور اغوستلو او بیا یې په مختلفو سیمو کې پرې ډله اییز جنسي تیري کړي.
حکیمي وايي، « دغه نجلۍ ځان د سحر په نوم یادوي، تر اوسه یې په اړه پوره معلومات نشته، نجلۍ نه پوهیږي چې پلار یې ژوندی دی که نه، خو وايي ، چې مور یې مړه شوې ده، له دې نجلۍ مې وپوښتل په زور یې راوستلې یې که په رضا ورسره راغلې یې؟، په ځواب کې یې وویل چې په خپل خوښه راغلې یم، هر څوک چې پیسې راکوي له هماغه سره ځم.»
ځینو سرچینو ویلي، چې دغه نجلۍ له دغو زورواکو لخوا حمل هم اخیستی، خو سقط جنین یې کړی.
حکیمي وايي، چې د نجلۍ سره دوه تنه یو ځای نیول شوي او ځینې نور په تیښته بریالي شوي دي.
د تخار پوهنتون اسادان او مدني فعالان بیا وايي، چې د تخار ولایت چارواکي په دې لټه کې دي چې ددې نجلۍ یاده قضیه پټه کړي او په خپلو کې یې یوه ته په نکاح کړي، تر څو تیري کوونکي ځان د محکمې له منګولو وساتي.
دوی وايي، چې باید تیري کوونکي کسان سترې محکمې ته وروپیژندل شي او قانوني کړنې ورسره وشي.
د کندز ولایت د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون مسئولینو ویلي چې دغه قضیه یې په نظر کې نیولې او په دې اړه یې د تخار ولایت له چارواکو د مرستې غوښتنه کړې ده.
نجلۍ اوس د تخار ولایت په امن خونه کې ده او خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې له دغې نجلۍ سره خبرې وکړي.

















